د کورنيو چارو وزارت د عبور او مرور شرطې لوی ریاست د یوې خبرتیا په خپرولو سره د رېکشاوو له چلوونکو غوښتي، چې د هېواد لویو لارو کې له تک راتګ څخه په کلکه ډډه وکړي.
په خبرتیا کې راغلي، چې د تراکتورونو، ترېشلونو او هغه وسایط چې اشارې او څراغونه نه لري، مالکانو ته یې خبر ورکول کېږي چې، د شپې لخوا په لویو لارو، عامه واټونو او نورو لارو کې د تګ راتګ اجازه نه لري.
یاد ریاست خبرداری ورکړی، چې د لارښوونو د نه رعایت کولو په صورت کې د دوی د عبور او مرور شرطې له خوا له دوی سره قانوني چلند کېږي.


