ليکوال او شنونکي دکتور لطفالله خیرخواه، پر افغانستان د پاکستاني رژيم د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي چې دا پېښې جلا او اتفاقي نه دي، بلکې د ده په وینا د پاکستان له لوري د افغانستان پر ضد د یوې دوامدارې تګلارې برخه ده.
نوموړي ویلي، د افغانستان پر خاوره بریدونه او د ملکي وګړو د تلفاتو پېښې د سیمې د ثبات لپاره جدي ګواښ دی او باید ورته د لنډمهاله احساساتي غبرګون پر ځای د اوږدمهاله او منظمې ستراتیژۍ له لارې ځواب وویل شي.
هغه ټینګار کړی چې افغان حکومت باید د دفاعي ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره پراخ پلانونه جوړ کړي او د هېواد د امنیت د ټینګښت په برخه کې د اوسني وضعیت مطابق ګامونه پورته کړي.
ښاغلي خیرخواه زیاته کړې چې پوځي پرمختګ او دفاعي جوړښتونه په لنډه موده کې نه بشپړېږي، بلکې وخت، تخنیکي امکانات او دوامدار مدیریت ته اړتیا لري.
هغه ویلي چې د هېواد د دفاعي سیستم د پیاوړتیا پروسه باید د اوږدمهاله پلان پر اساس مخته ولاړه شي، څو افغانستان د راتلونکو احتمالي ګواښونو پر وړاندې لا قوي موقف ولري.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې زياته کړې، چې ځینې کسان د افغانستان د ملکي سیمو او کورونو د هدف ګرځېدو په پېښو کې د معلوماتو په برابرولو کې لاس لري او د بهرنیو استخباراتي ادارو لپاره کار کوي.
هغه غوښتنه کړې چې که دا ډول تورونه ثابت شي، باید د هېواد د قوانینو او شرعي اصولو له مخې له هغوی سره جدي چلند وشي.
خیرخواه په پای کې ټينګار کړی، چې د افغانستان پر ضد هر ډول بریدونه او تاوتریخوالی به بې ځوابه پاتې نه شي او د ده په وینا، د هر عمل حساب به په خپل وخت ورکول کېږي.
هغه ټینګار کړی چې افغانان د خپل هېواد د دفاع لپاره متحد دي او د بهرنیو فشارونو پر وړاندې به خپل دریځ وساتي.


