Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ليکوال او شنونکی، دکتور لطف الله خيرخواه: پاکستان دې ګومان نه کوي، چې د بې‌ګناه افغانانو وینه به بې‌ځوابه پاتې شي؛ د هر برید حساب شته او افغانان یې نه هېروي
    افغانستان

    ليکوال او شنونکی، دکتور لطف الله خيرخواه: پاکستان دې ګومان نه کوي، چې د بې‌ګناه افغانانو وینه به بې‌ځوابه پاتې شي؛ د هر برید حساب شته او افغانان یې نه هېروي

    عمران آغاعمران آغا29 جون 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال او شنونکي دکتور لطف‌الله خیرخواه، پر افغانستان د پاکستاني رژيم د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي چې دا پېښې جلا او اتفاقي نه دي، بلکې د ده په وینا د پاکستان له لوري د افغانستان پر ضد د یوې دوامدارې تګلارې برخه ده.

    نوموړي ویلي، د افغانستان پر خاوره بریدونه او د ملکي وګړو د تلفاتو پېښې د سیمې د ثبات لپاره جدي ګواښ دی او باید ورته د لنډمهاله احساساتي غبرګون پر ځای د اوږدمهاله او منظمې ستراتیژۍ له لارې ځواب وویل شي.

    هغه ټینګار کړی چې افغان حکومت باید د دفاعي ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره پراخ پلانونه جوړ کړي او د هېواد د امنیت د ټینګښت په برخه کې د اوسني وضعیت مطابق ګامونه پورته کړي.

    ښاغلي خیرخواه زیاته کړې چې پوځي پرمختګ او دفاعي جوړښتونه په لنډه موده کې نه بشپړېږي، بلکې وخت، تخنیکي امکانات او دوامدار مدیریت ته اړتیا لري.

    هغه ویلي چې د هېواد د دفاعي سیستم د پیاوړتیا پروسه باید د اوږدمهاله پلان پر اساس مخته ولاړه شي، څو افغانستان د راتلونکو احتمالي ګواښونو پر وړاندې لا قوي موقف ولري.

    نوموړي په خپلو څرګندونو کې زياته کړې، چې ځینې کسان د افغانستان د ملکي سیمو او کورونو د هدف ګرځېدو په پېښو کې د معلوماتو په برابرولو کې لاس لري او د بهرنیو استخباراتي ادارو لپاره کار کوي.

    هغه غوښتنه کړې چې که دا ډول تورونه ثابت شي، باید د هېواد د قوانینو او شرعي اصولو له مخې له هغوی سره جدي چلند وشي.

    خیرخواه په پای کې ټينګار کړی، چې د افغانستان پر ضد هر ډول بریدونه او تاوتریخوالی به بې ځوابه پاتې نه شي او د ده په وینا، د هر عمل حساب به په خپل وخت ورکول کېږي.

    هغه ټینګار کړی چې افغانان د خپل هېواد د دفاع لپاره متحد دي او د بهرنیو فشارونو پر وړاندې به خپل دریځ وساتي.

    مخکینۍ مقالهد اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال، مهاجر فراهي: اسلامي امارت به د پاکستاني رژیم بریدونو ته په مناسب وخت کې ځواب ورکړي‎د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال، حیات الله مهاجر فراهي ‏د پاکستان پوځي رژیم له لوري پر افغان خاورې ترسره شویو بېګانیو هوایي بریدونو ته غبرګون ښودلی.
    راتلونکي مقاله د پاکستان پوځي رژیم؛ د بې‌ثباته افغانستان په لټه کې

    مربوطه لیکنې

    دفاع وزارت بولدک کې د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې ادعا رد کړه

    25 سپتمبر 2026

    شپږو ولایتونو کې د شرعي احکامو د نفاذ په موخه ولسي غونډې شوي

    24 سپتمبر 2026

    پنجشېر کې ۱۶۰۰ کسانو ته د کار په بدل کې نغدي مرسته ورکول کېږي

    24 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    د خبرونو سرټکي 25 سپتمبر 2026

    د نن جمعې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ٣ مه.#هندوکش‌غږ

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    25 سپتمبر 2026

    دفاع وزارت بولدک کې د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې ادعا رد کړه

    25 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن جمعې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ٣ مه.#هندوکش‌غږ

    25 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    25 سپتمبر 2026

    دفاع وزارت بولدک کې د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې ادعا رد کړه

    25 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،195 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،261 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.