د افغان حکومت مرکزي ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، د مشرتابه په حکم د اسلامي اردو په یو شمېر جزوتامونو کې نوې ګومارنې ترسره شوې.
د ښاغلي مجاهد په وینا، د ۲۰۹ الفتح قول اردو مخکنی مرستیال ملا عبدالوکیل منیب، د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې د قومندان په توګه، د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې مخکنی قومندان ملا عزیز ﷲ حقیار، د ۲۰۹ الفتح قول اردو د مرستیال په توګه ټاکل شوي.
نوموړی زیاتوي، چې د ۲۰۹ الفتح قول اردو یوولسمې سرحدي لواء مخکنی قومندان مولوي غلام ﷲ، د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې د مرستیال په توګه او د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې مخکنی مرستیال قاري عبدالواصل نظري، د ۲۰۹ الفتح قول اردو یوولسمې سرحدي لواء د قومندان په توګه ټاکل شوي.


