له پېښو سره د مبارزې او آمادګۍ اداره وایي، چې د دغې ادارې او اومر ماینپاکۍ موسسې ترمنځ د ۴۵۶ زره او ۸۶۶ ډالرو په ټولیز ارزښت د ګډو همکاریو هوکړه لاسلیک شوه.
د دې هوکړې له مخې، د اومر ماینپاکۍ مؤسسه به په پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې ټولټال ۱,۶۷۷,۰۰۰ متره مربع سیمه ناچاوده توکو پاکه کړي.
له پېښو سره د مبارزې ادارې د خبرپاڼې له مخې، یاده موسسه به په یادو ولایتونو کې د بېړنۍ ځواب وینې ټیمونه هم جوړ کړي او ۲۵ زره تنو ته د ناچاوده توکو د ګواښونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه وړاندې کړي.


