په ایران کې د افغان سفارت سرپرست، مولوي فضل محمد حقاني د ایران د سترې محکمې له رئیس جعفر منتظري سره کتلي.
د افغانستان سفارت ویلي، چې کتنه کې د افغان کډوالو او بندیانو پر ستونزو او د افغان سوداګرو د بانکي حسابونو د بندېدو پر موضوع خبرې شوي.
سرچینې زیاته کړې، چې دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.


