د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د اسرائیل «جګړهغوښتونکي» حکومت ته باید اجازه ورنه کړل شي، چې یو ځل بیا سیمه د تاوتریخوالي او بېثباتۍ پر لور بوځي.
د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې اردوغان دا څرګندونې په استانبول کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ګډه خبري ناسته کې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې هېواد یې غواړي د سیمې ټول خلک، د دیني باورونو له توپیر پرته، په سوله، ثبات او امنیت کې ژوند وکړي.


