د بروکسل وروستۍ ناسته د افغانستان د بهرني سیاست په معادله کې یو داسې بدلون رابرسېره کړ، چې نور یې له پامه غورځول ناشونی ښکاري. اروپايي ټولنه د افغان حکومت له رسمي پلاوي سره د مخامخ خبرو مېز ته راغله او د اړیکو د پراختیا او ګډو موضوعاتو د تعقیب پر لارو چارو یې بحث وکړ. په دې سره یې یو ځل بیا ثابته کړه چې د افغانستان موضوع له افغان حکومت پرته نه شي حل کېدلای.
دا یوازې یوه ډیپلوماټیکه ناسته نه وه، بلکې یو څرګند سیاسي پیغام یې هم له ځان سره درلود. افغانستان د نړیوالو معادلو یوه اغېزمنه برخه ده او د افغان حکومت حضور نور داسې واقعیت دی چې نه له پامه غورځېدلی شي او نه هم له نړیوالو محاسبو حذف کېدلای شي. د اروپا په زړه کې د افغان حکومت د رسمي پلاوي حضور دا حقیقت لا روښانه کړ چې هر څومره مخالفین د احساساتو، تبلیغاتو او سیاسي فشار له لارې د دې بهیر د مخنیوي هڅه وکړي، خو نړیوال سیاست خپل مسیر د شعارونو پر بنسټ نه، بلکې د واقعیتونو پر بنسټ ټاکي.
کله چې حکومت وکولای شي له اروپا سره مستقیمو خبرو ته لار پیدا کړي، نو دا یوازې یو لیدنه نه، بلکې د سیاسي حضور، اداري ثبات او د هېواد د خبرو د وړتیا نښه هم وي. په مقابل کې د پرځېدلي جمهوریت د رټل شویو څېرو او افغان ملت د دښمنانو غبرګونونه تر ډېره د وارخطایي، خفګان او سیاسي کمزورۍ انعکاس و. د اندېښنو تر نرمې ژبې لاندې یې اصلي تشویش دا و، چې د افغان حکومت او اروپا دا ډول تعامل د دوی هغه پنځه کلن روایت ټکنی کوي چې ګواکې افغانستان به له نړۍ بېل پاته وي.
د بروکسل غونډې په عملي ډول وښوده چې د مخالفینو د تبلیغاتو اثر نه و. د دوی د تېرو کلونو تګلاره ځکه ناکامه ثابته شوه چې ډېره انرژي یې په شعارونو، غونډو، اعلامیو او پرله پسې تبلیغاتو مصرف کړې وه؛ اما د افغانستان د نړیوال تعامل بهیر یې و نه شو درولای. برعکس د اروپا له لوري د افغان حکومت له استازو سره د خبرو منل دا ښکاره کوي چې نړیوال سیاست د احساساتي فشار تابع نه دی. که یو حکومت په هېواد کې د چارو د سمبالولو عملي ظرفیت ولري، نړۍ ورسره د اړتیا له مخې خبرې او تعامل کوي. دا د افغان حکومت لپاره یو سیاسي امتیاز او د مخالفینو لپاره د محاسبې يوه بله ستره ماتې ده.
د افغان حکومت د دې تعامل بله لویه ګټه دا ده چې د افغانستان موضوع یې له حاشیې بېرته د تصمیم مرکز ته راوستله. د راپورونو له مخې، د لیدنې بحثونه د قونسلي خدمتونو او د افغانانو د منظم تماس پر محور راڅرخېدل او د اروپايي لوري لپاره دا ناسته د اداري او عملي اړتیاوو د حل یوه لاره وه. کله چې یو حکومت وکولای شي د خپلو اتباعو، قونسلګرۍ او اړیکو په اړه مستقیمه لار پرانیزي، چې دا په اصل کې د ځواک او غښتلي حضور نښه ده.
د مخالفینو سخت غبرګونونه هم د همدې قوت تر سیوري لاندې کمزوري ښکاري. د ځینو سازمانونو او یو شمېر اروپايي څېرو نیوکې تر ډېره د خپلو ارزښتونو له زاویې مطرح شوې، خو د دوی له هرې جملې ښکاري چې د افغان حکومت له فعال حضور سره د مخالفت اصلي علت يې سیاسي اضطراب دی. دوی پوهېږي چې هره مستقیمه ناسته، هره وېزه او هره رسمي کرښه د هغه روایت پر ضد کار کوي چې دوی یې کلونه تکراروي.
د بروکسل تر ناستې وروسته د حلیم فدايي، نصیراحمد فایق، شکریې بارکزۍ او یو شمېر اروپايي سیاستوالو غبرګونونه په حقیقت کې د افغان حکومت د تعامل د سیاسي اغېز اعتراف دی. که دا لیدنه بې ارزښته او بې اغېزې وای، نو دومره پرله پسې اعتراضونه، اعلامیې او اندېښنې به نه مطرح کېدې. دوی هڅه کوي دا تعامل د مشروعیت ورکولو او عادي سازۍ په نوم تعبیر کړي، خو له دې پوښتنې تېرېږي چې د افغانستان د کډوالو، قونسلي خدمتونو، امنیتي او نورو ګډو موضوعاتو حل له مستقیم تعامل پرته ممکن نه دی.
تر اوسه د افغان حکومت مخالفينو کوم عملي بدیل نه دی وړاندي کړی او نه یې داسې طرحه وړاندې کړې چې د افغانستان د نړیوالو اړیکو اړتیاوې ورسره پوره شي. له همدې امله په دې موضوع کې دوی دریځونه د یوې عملي تګلارې استازیتوب نه کوي، بلکې د هغه سیاسي واقعیت پر وړاندې د ناخوښۍ څرګندونه ده چې افغان حکومت د تعامل له لارې رامنځته کړی دی.
د افغان حکومت مخالفین اوس له یوې بنسټیزې ستونزې سره مخ دي، دوی نه داسې بدیل لري چې نړیوالو ته پرې قناعت ورکړي او نه هم داسې عملي نقشه چې د افغانستان د اړیکو بهیر بدل کړي. همدې تعامل وښودله چې نړیوال سیاست نور د تبلیغاتي روایتونو او تشو ادعاوو پر ځای د عملي تعامل، اداري او مسؤلیت پر بنسټ مخته ځي.
د اروپا او افغانستان ترمنځ وروستی تعامل د افغانستان د بهرني سیاست لپاره یو مثبت، پیاوړی او له معنی ډک ګام و. دې تعامل وښودله چې افغان حکومت د نړۍ له مهمو مرکزونو سره د اړیکو توان لري. د هېواد د سیاسي حضور لا هم مهم دی او د مخالفینو اوږد مهاله تبلیغاتي روایت د واقعیت په وړاندې نه شي درېدلای.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


