د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې خلیفه سراجالدین حقاني، د روغتیا نړیوال سازمان د سیمهییز دفتر له مشرې، ډاکټر حنان بلخي، او ورسره مل پلاوي سره په لیدنه کې د افغانستان د روغتیايي سکټور پر پیاوړتیا، د روغتیايي همکاریو پر پراختیا او د پولیو ضد واکسین د پروګرامونو په اړه خبرې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي حقاني ویلي، چې په هېواد کې د امنیت له ټینګښت وروسته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره مناسب شرایط برابر شوي او حکومت چمتو دی چې په دې برخه کې له ټولو اړوندو ادارو سره همکاري وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې افغانان لا هم د روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخ دي او د دې ستونزو د حل لپاره د نړیوالو او کورنیو بنسټونو ګډو همکاریو ته اړتیا ده.
هغه ټینګار کړی چې روغتیايي خدمتونه باید له هر ډول سیاسي ملاحظاتو لرې او یوازې د بشري اړتیاوو پر بنسټ وړاندې شي.


