د سوریې دولتي رسنۍ الخابور خبر ورکړی، چې د یاد هیواد ولسمشر احمد الشرع د ناټو د ۳۶مې سرمشریزې په څنډه کې د ګډون لپاره د ترکیې پلازمېنې انقرې ته رسېدلی او هلته یې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د امریکا د کانګرس له یو شمېر غړو او د سوریې او عراق لپاره د واشنګټن له ځانګړي استازي سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې د امریکا ولسمشر ټرمپ اعلان کړی، چې سوریه به د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو له نوملړ څخه وباسي او دا یې یو تاریخي ګام بللی دی. نوموړي ویلي، دمشق کولای شي د لبنان او حزبالله اړوند موضوعاتو کې له واشنګټن سره رغنده همکاري وکړي.
بلخوا، د سوریې ولسمشر احمد الشرع د امریکا د دې پرېکړې هرکلی کړی او له ولسمشر ټرمپ څخه یې مننه کړې ده.


