د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جبل السراج سمنټو د تولید د دویمې سترې فابریکې د جوړولو د پرانیستغونډې پر مهال وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد د ابادۍ، پرمختګ او ځانبسیاینې په موخه په بېلابېلو برخو کې مهم کارونه ترسره شوي دي.
حنفي وویل، د جبل السراج سمنټو د دویمې فابریکې د جوړولو پیل د افغانستان د صنعتي کېدو په برخه کې یو مهم ګام دی، چې له بشپړېدو وروسته به زرګونو ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.
نوموړي زیاته کړه، په دې فابریکه کې به له پرمختللو اتومات سیسټمونو څخه کار واخیستل شي، چې د نړۍوالو معیارونو له مخې به د تولید شوي سمنټو کیفیت تضمین کړي.


