د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي عطاءالله عمري د هند په نوي ډیلي کې د «افغانستان او هند د سوداګریزو فرصتونو» په غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، کرنیزو او پانګونې همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی.
د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې مولوي عطاءالله عمري ویلي، چې د افغانستان او هند ترمنځ د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، د کرنیزو محصولاتو پروسس، د ټکنالوژۍ لېږد، صادراتو پراختیا او پانګونې په برخو کې د همکاریو پراختیا د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو لپاره مهمه ده.
نوموړي له هندي پانګهوالو او شرکتونو غوښتي، چې د افغانستان د کرنې په برخه کې له شته فرصتونو، په ځانګړي ډول د کرنیزو محصولاتو تولید، پروسس، بستهبندۍ، مالدارۍ پراختیا او د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ په برخو کې پانګونه وکړي.
په غونډه کې د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونې (PHD)، د هند د بهرنیو چارو وزارت استازو، د خصوصي سکټور، صادرونکو او پانګهوالو ګډون کړی و، چې د کرنې، خوړنیزو صنایعو، اوبو لګولو، ټکنالوژۍ او نورو اقتصادي برخو کې یې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي.
د کرنې وزارت وايي، دغه غونډه د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د کرنې او پانګونې په برخو کې د نویو فرصتونو د رامنځته کولو په موخه د وزیر عطاءالله عمري د رسمي سفر په دوام کې جوړه شوې ده.


