د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د امریکا له خوا پر اته کسانو او شپږو بنسټونو نوي لګېدلي بندیزونه د ایران او امریکا ترمنځ د تفاهملیک له نهمې مادې سرغړونه ده.
عراقچي ویلي، ایران تر اوسه خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شوی، خو د امریکا د خزانې وزیر د تفاهملیک له نهمې مادې سرغړونه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، د امریکا دغه اقدام د واشنګټن د نورو سرغړونو او ناسمو ګامونو دوام دی او ټینګار یې کړی، چې د ژمنو پلي کېدل یوازې په دوهاړخیز تعهد او متقابل عمل سره ممکن دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا د خزانې وزارت د ایران اړوند اته کسان او شپږ ادارې د بندیزونو په نوملړ کې شاملې کړې دي.
د ایران او امریکا په تفاهملیک کې د نهمې مادې له مخې، تر وروستي توافق پورې دواړو لورو ژمنه کړې وه، چې موجود حالت به ساتي؛ ایران به د خپل اټومي پروګرام اوسنی وضعیت وساتي او امریکا به نوي بندیزونه نه لګوي.
ایراني چارواکو ویلي، د امریکا وروستي بندیزونه د دغه تفاهملیک خلاف دي.


