د يمن د حوثیانو د سياسي شورا غړي، حزام الاسد د امريکا ماليه ورکوونکو ته په خطاب کې ويلي، چې که باب المندب تنګی وتړل شي، لکه څنګه چې هرمز تنګی تړل شوی او د سعودي له ینبع او راس تنوره بندرونو څخه د تېلو صادرات ودرېږي، نو څه فکر کوئ د یو بیرل تېلو بیه به څومره لوړه شي؟.
هغه امريکايانو ته ويلي، چې ستاسو حکومت (امریکا) د سعودي رژیم د خپلو چټلو موخو لپاره کاروي او په سیمه کې جګړې او کړکېچونه زیاتوي، خو په پای کې به یې اصلي بیه امریکايي ولس پرې کړي.
د نوموړي په خبره امريکايي وګړي به هم د خپلې ادارې د دې تېریګرو سیاستونو ناوړه پایلې وګالي، لکه څنګه چې یې نن نور خلک ګالي.


