د رؤيت هلال مرکزي هيئت له هېوادوالو غوښتي، چې نن چهارشنبه د مازديګر له لمانځه وروسته د نوي قمري کال د صفرالمظفر مياشتې د ليدلو لپاره په خپلو سيمو کې لازم اهتمام او پاملرنه وکړي.
د هيئت له لوري په خپره شوې خبرتيا کې ويل شوي، چې د نوې مياشتې د ليدلو هڅه او اهتمام يو ثابت شرعي اصل دی او د مسلمانانو له مهمو دندو څخه ګڼل کېږي.
خبرتيا زياتوي، که کوم هېوادوال د صفر مياشت وويني، نو اړوندې ابتدايي محکمې او د رؤيت هلال سيمهييز هيئت ته دې حاضر شي او خپله شرعي شاهدي دې وړاندې کړي. د خبرتيا له مخې، محکمه به د شرعي اصولو له مخې د شاهدانو شهادت واوري، شرعي تزکيه به يې ترسره کړي او له ارزونې وروسته به معلومات د رؤيت هلال مرکزي هيئت ته وسپاري.
د رؤيت هلال مرکزي هيئت ټينګار کړی چې د نوې قمري مياشتې د پيل وروستی او رسمي اعلان به يوازې د همدې هيئت له لوري خپرېږي.


