د کورنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ، د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړې قطعې ځواکونو په پلبیګم او تشکان سیمو کې د عملیاتو پر مهال ۲۴۲ کیلوګرامه بېلابېل نشهيي توکي له یوې نقلیه وسیلې سره یوځای په یوه استوګنیز کور کې کشف او ضبط کړي دي.
د خبرپاڼې په وینا، د دې قضیې په تړاو نهه شکمن کسان هم نیول شوي او له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.


