د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د قیمتي ډبرو، په ځانګړي ډول د زمردو، د کانونو د استخراج له پراختیا سره شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته د مستقیم او غیرمستقیم کار زمینه برابره شوې ده، چې اکثریت یې ځوانان دي.
خبرپاڼه د مسوولینو له قوله وایي، چې دا مهال نږدې زر ځوانان د زمردو په پېر او پلور بوخت دي او د کابل او بهرنیو بازارونو د لیلامونو له لارې عاید ترلاسه کوي. دغه راز په پنجشېر کې د ۱۶ ډوله کانونو سروې شوې او د زمردو، بېروج او نورو قیمتي منرالونو استخراج روان دی.
دا څرګندونې د پنجشېر د کانونو د ساتنې کمېټې په غونډه کې شوي دي او د دې ولایت والي حافظ محمد آغا حکیم د کانونو پر قانوني او شفاف استخراج د ټینګار ترڅنګ، د دغو کانونو عواید د سیمهییز اقتصاد، د کورنیو د ځانبسیاینې او کاري فرصتونو په پراختیا کې مهم بللي. د کانونو ساتنه یې ملي مسؤولیت یاد کړی او د قانون له مخې یې د ټولو فعالیتونو د ترسره کېدو غوښتنه کړې.
د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رئیس مولوي محمد قاسم امیري هم په تېرو درېیو کلونو کې د کانونو د استخراج پروسه قانوني او شفافه یاده کړې او د زمردو سوداګرو او ګډونوالو هم د لیلامونو شفافیت د پانګونې او نړۍوالو بازارونو د باور د زیاتېدو مهم لامل بللی.


