الجزیرې راپور ورکړی، د چین په سوېل لوېدیځ کې د چونګچینګ ښار په پنګشوې ولسوالۍ کې د ځمکې یوې سترې ښویېدنې لږ تر لږه د اتو کسانو ژوند اخیستی او ۳۴ نور لا هم ورک دي.
راپورونه وایي، د ځمکې ښویېدنې له امله له ۱۰ څخه ډېرې استوګنیزې ودانۍ تر خاورو او ډبرو لاندې شوې دي، چې وروسته له سیمې څخه د ۱۱۰۰ څخه د زیاتو اوسېدونکو د ایستلو پرېکړه شوې ده.
د ژغورنې ډلې د ورک شویو کسانو د موندلو لپاره عملیات روان ساتلي دي. چارواکي وایي، له پېښې وروسته سلګونه ژغورونکي، درانه ماشینونه او بېپیلوټه الوتکې د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې کارول کېږي.
چینايي چارواکو د پېښې لامل د معلومولو لپاره هم څېړنې پیل کړې دي.


