د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) د یوه امریکايي سرتېري د وژل کېدو خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې نوموړی د عراق په شمال کې د یوې ایراني بېپیلوټه الوتکې د چاودېدونکو توکو د شنډولو پر مهال وژل شوی دی.
د سنټکام په وینا، دغه سرتېری هغه مهال وژل شوی، چې د غورځول شوې ایراني بېپیلوټه الوتکې پاتې شوني د کنټرول شوې چاودنې له لارې له منځه وړل کېدل. په پېښه کې یو بل سرتېری هم ټپي شوی دی.
ياده دې وي، چې تر دې مخکې هم په اردن کې د ایران په توغندیز برید کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي، یو ورک او څلور نور ټپیان شوي وو.


