العربية د يوې لبناني سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې د لبنان ولسمشر جوزف عون او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جنوبي لبنان څخه د اسرائیلو پر بشپړ وتلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړې د عملي کولو پر پیل سره موافقه کړې ده.
دغې سرچینې ویلي چې عون په واشنګټن کې له روبیو سره په لیدنه کې غوښتنه کړې چې اسرائیل دې له هغې لومړنۍ سیمې څخه د وتلو بهیر پیل کړي چې په هوکړه کې ټاکل شوې ده.
عون همداراز له امریکا څخه غوښتي چې د لبنان له پوځ او پوځي بنسټونو سره خپل ملاتړ زیات کړي.


