نړيوالو رسنيو راپور ورکړی، چې د لبنان په قضیه کې د سوریې د فعالېدو (مداخلې) په اړه د ټرمپ څرګندونو د دمشق منفي غبرګون راپارولی دی.
سرچينو ويلي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې، چې په کې یې د لبنان په قضیه کې د سوریې د فعالېدو(مداخلې) پر اړتیا ټینګار کړی، په داسې حال کې مطرح شوې دي چې په تېرو څو اوونیو کې د سوریې او لبنان د پولو په شاوخوا کې ځینې ډیپلوماټیک او امنیتي فعالیتونه زیات شوي دي.
د ټرمپ د دې دریځ په غبرګون کې د دمشق چارواکو منفي غبرګون ښودلی او د سوریې حکومت په لبنان کې د هر ډول لاسوهنې لپاره د هر ډول پلان د لرلو خبره رد کړې ده.
سوریې ټینګار کړی چې د لبنان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي اصل ته ژمن دی.


