په مسکو کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په یاد هیواد کې د افغانستان سفیر، مولوي ګل حسن حسن، د بنګلهدېش له سفیر محمد نظرالاسلام سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي او تخنیکي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د افغانستان سفیر په دې لیدنه کې په هېواد کې د پانګونې لپاره د رامنځته شویو مناسبو فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړي او هیله یې څرګنده کړې، چې د بنګلهدېش خصوصي سکټور، شرکتونه او صنعتي بنسټونه په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول شي.
دواړو لورو د اقتصادي، روغتیايي، ښوونیزو او تخنیکي همکاریو د پیاوړتیا په اړه د بحث ترڅنګ د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د ګډو همکاریو پر لا پراختیا هم ټینګار کړی.


