ایسنا خبري اژانس خبر ورکړی، چې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست پخواني مسؤل، جوزپ بورېل، ویلي چې د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیلو جګړه له هر پلوه په بشپړه ناکامۍ پای ته رسېدلې او د واشنګټن او تهران ترمنځ لومړنی تفاهم د ایران په ګټه ارزوي.
بورېل ویلي، د اسرائیلو حکومت هڅه کوله د پوځي ځواک له لارې په سیمه کې برلاسی شي، خو د ایران جګړې مطلوبې پایلې ورنه کړې.
هغه ادعا کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بنیامین نتانیاهو له سخت دریځۍ او د سولې د هڅو د کمزوري کولو له امله ناهیلی شوی دی.
د نوموړي په وینا، نړیواله ټولنه باید پر اسرائیلو د نړیوالو قوانینو د رعایت لپاره عملي فشارونه زیات کړي، خو تر اوسه په دې برخه کې جدي اقدام نه ترسترګو کېږي.


