Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»ایران د امریکا پوځ ته د اوښتو زیانونو جزئیات خپاره کړل
    سیمه

    ایران د امریکا پوځ ته د اوښتو زیانونو جزئیات خپاره کړل

    عمران آغاعمران آغا25 جولای 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ایران د تسنیم خبري اژانس د یوه ځانګړي راپور له مخې، د سپاه پاسداران ویاند برید جنرال محبي ادعا کړې، چې د جولای له ۸مې تر ۲۲مې پورې د ایران د وسله‌والو ځواکونو د بریدونو په پایله کې د امریکا پوځ ته درانه زیانونه اړولي دي.

    محبي ویلي، د دغو بریدونو په ترڅ کې د امریکا د پوځي زیربناوو په بېلابېلو برخو کې ګڼ شمېر تاسیسات زیانمن شوي، چې پکې د هوايي دفاع، رادار، لوژستیک او عملیاتو مرکزونه شامل دي.

    د راپور له مخې، د امریکا د راداري او هوايي دفاع په برخه کې ۷ د قوماندې او کنټرول مرکزونه، ۳ د سپوږمکۍ مخابراتي سیستمونه، ۶ د پاتریوټ هوايي دفاع رادارونه، ۸ د لومړني کشف او خبرتیا رادارونه، ۷ د هوايي دفاع رادارونه، ۵ اوږد واټن رادارونه او یو شمېر نور راداري سیستمونه زیانمن شوي دي.

    تسنیم د سپاه پاسداران له قوله ویلي، چې د امریکا د پوځي ملاتړ او لوژستیک په برخو کې یې هم ۶ د جنګي الوتکو او چورلکو د ساتنې مرکزونه، ۳ لوژستیکي مرکزونه، ۱۲ د تیلو زېرمې، ۱۷ د وسلو او پوځي پرزو ذخیرې او ۶ د توغندیو زېرمې په نښه شوې دي.

    د راپور له مخې، په عملیاتي تاسیساتو کې ۶ د MQ-9 بې‌پیلوټه الوتکو هنګرونه، د F-15 جنګي الوتکې د چمتووالي مرکز، د P-8 الوتکې هنګر، ۴ د HIMARS توغندیو مرکزونه، ۵ د جنګي الوتکو هنګرونه، ۴ د پاتریوټ دفاعي کمپلکسونه، ۶ د توغندیو د توغولو مرکزونه، د استخباراتي معلوماتو یو مرکز او د مصنوعي ځیرکتیا یو مرکز هم د زیانمنو شویو ځایونو په لړ کې یاد شوي دي.

    محبي همداراز ادعا کړې، چې د هوايي عملیاتو په برخه کې ۱۱ جنګي الوتکې او چورلکې، ۱۷ بې‌پیلوټه الوتکې، یوه F-15 جنګي الوتکه، یوه P-8 الوتکه، یوه C-17 ترانسپورتي الوتکه، ۸ د سونګ رسونې الوتکې او ۴ درنې چورلکې زیانمنې شوې دي.

    تسنیم ویلي، دغه معلومات د سپاه پاسداران د یوه چارواکي له قوله خپاره شوي، خو د دغو ادعاوو په اړه د امریکا له لوري تر اوسه خپلواک تائید نه دی خپور شوی.

    مخکینۍ مقالهټرمپ د اوسنۍ دورې له پای ته رسېدو وروسته هم د ولسمشرۍ څوکۍ پرېښودو اراده نه لري
    راتلونکي مقاله د جمهوریت د پرځېدو په اړه د مخالفینو متناقض تفکر

    مربوطه لیکنې

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي: ملګري ملتونه دې د امریکا د سرغړونو پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي

    29 سپتمبر 2026

    ايران او امريکا په غير مستقيم ډول خبرې کړي

    29 سپتمبر 2026

    ايران ويلي هر ډول تېري ته به په نوې پوځي ټکنالوژۍ ځواب ورکړل

    27 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 29 سپتمبر 2026

    نورستان کې د شر او فساد ډلو پر ضد د عملياتو پای؛ ۴۱ تنه وژل شوي او ۶۲ نور نيول شوي

    دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې…

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    29 سپتمبر 2026

    د نن سه شنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ٧ مه.#هندوکش‌غږ

    29 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نورستان کې د شر او فساد ډلو پر ضد د عملياتو پای؛ ۴۱ تنه وژل شوي او ۶۲ نور نيول شوي

    29 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    29 سپتمبر 2026

    د نن سه شنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ٧ مه.#هندوکش‌غږ

    29 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،197 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،261 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.