په افغانستان کې نږدې پنځه کاله وړاندې د ژورو سیاسي تحولاتو له رامنځته کېدو وروسته، له بهرنۍ نړۍ سره د تعامل او د جمهوري رژیم د سقوط د لاملونو په اړه بېلابېل لیدلوري مطرح کېږي. د دغو لیدلورو له ډلې، د افغان حکومت د ځینو مخالفینو تفکر دا دی چې ترڅو نړیوالې ټولنې په هېواد کې د ولس په رایو او ګډون ولاړ نظام بېرته نه وي راوستلی، تر هغې باید د دوی هر ډول مرستې او حسن نیت رد شي. د دغه تفکر پلویان ادعا کوي چې د بهرنیانو له خوا(!) د جمهوریت سقوط لویه تېروتنه وه او ترڅو چې دا تېروتنه نه وي جبران شوې، پر بهرنیانو باور ناممکن دی. دا تفکر ظاهراً ځینو مخاطبینو ته سم ښکاري، اما که له منطقي زاویو پام ورته وشي، له بنسټیزو تناقضاتو او تحلیلي ناانډولیو ډک تفکر دی.
کله چې موږ له لومړۍ زاویې، یعنې د استدلال منطقي تناقض ته ګورو، سمدستي دا تضاد تر سترګو کېږي چې له یوه لوري پر بهرنیانو دا نیوکه کېږي چې دوی بې باوره دي او د جمهوریت پر مهال یې خپله ژمنه ماته کړه، خو له بل لوري له هماغو بې باوره بهرنیانو هیله کېږي چې بېرته راشي او زموږ د خوښې نظام د اعادې مسؤلیت پر غاړه واخلي. دا د یو څرګند تضاد ښکارندویي کوي؛ که بهرني قدرتونه د افغان ولس د سیاسي برخلیک په اړه د اعتبار او اعتماد وړ نه وي، نو بیا له هغوی څخه د سیاسي تحول او نظام جوړولو تمه لرل له منطق څخه لېرې خبره ده.
له همدې تناقض څخه یوه بله اساسي نقطه پېدا کېږي؛ له بهرنیانو غوښتل چې د جمهوریت د پرځېدو تېروتنه جبران کړي، په حقیقت کې په بهرنیانو پورې د ټولو پرېکړو د منحصر کېدو یو نوی پړاو بلل کېدای شي، چې مخالفین همدا غواړي. دا غوښتنه پخپله دا منل دي چې د افغانستان سیاسي مشروعیت باید د بهرنیو پرېکړو محصول وي، حال دا چې یو ولسي او واقعي نظام هيڅکله د بهرنیو پرېکړو په واسطه د پلي کېدو وړ نه دی. دا هماغه زاړه فورمول ته بېرته ور ګرځېدل دي چې د هېواد برخلیک د پردیو په سیاسي ارادو پورې تړي او له افغانانو د خپل منځي تفاهم او کورنیو حل لارو موندلو وړتيا سلبوي.
دویمه اساسي تحلیلي زاویه، د «علت او معلول مغالطه» یا د ناکامۍ د لاملونو ساده کول دي. د جمهوریت د پرځېدو د پېښې ټوله پړه یوازې پر بهرنیانو یا د هغوی پر تړونونو اچول، د سقوط په سناریو کې د بهرنیانو او داخلي چارواکو ترمنځ د مسؤلیت توازن د له منځه وړلو معنی لري. که څه هم د ناټو او امریکا د ویستل کېدو په چارو کې د دوحې بهیر اغېزمن و، مګر د شل کلن اقتدار پایله(سقوط) یوازې پر یوه بهرني فکټور محدودول له واقعیت څخه خورا لرې ده؛ دوی د یوې لویې تاریخي پېښې ټول اړخونه په تر ټولو ساده بڼه لنډوي او له مسؤلیت تېښته کوي.
د جمهوري رژیم سقوط د ژور ساختاري فساد، بهرنیو مداخلو، د ارګ بې واکۍ، د سیاسي مخورو د بې کفایتۍ او له ولس څخه د حکومت د ژورې فاصلې له امله و. که چېرې مخالفین خپلې پخوانۍ داخلي ناکامۍ، لکه: د پوځ د روحیې کمزوري کول، مالي فساد او سیاسي جزیرې له پامه غورځوي، نو پخپله د مشکل له اصلي سرچینو سترګې پټوي. د جمهوریت د پرځېدو لامل بهرنۍ پرېکړه نه وه، بلکې د رژیم داخلي شړېدو دا زمينه برابره کړه چې دغه تپل شوې واکمني له مقاومت پرته له منځه لاړه شي.
ټوله ملامتي پر بهرنيانو اچول، د دوی لپاره له ځان ارزونې د تېښتې لاره ده. یو پوخ او بالغ سیاسي تفکر هغه دی چې د خپلو ناتوانیو او ناکامیو مسؤلیت په خپله غاړه واخلي، ترڅو د هغوی په پېژندلو سره د راتلونکي لپاره د حل معقولې او بنسټیزې لارې چارې پیدا کړي، مګر اوس چې مخالفین سرګردانه دي، همدا یې علت دی چې له تېروتنو انکار کوي او پړه پر نورو اچوي. له بهرنیانو په افغانستان کې د مخالفینو په خوښه نظام جوړولو تمه لرل اوس یو خوب او خیال دی. نور نو هغه زړې مهرې هم کار نه ورکوي، ځکه له دواړو خواوو د باور کچه ډېره ټیټه شوې ده، بلکې یو بل ملامتوي او هڅه کوي د تېر شل کلن بهیر ناکامي یو بل ته منسوب کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


