د چارو ادارې عمومي رئیس، شیخالحدیث نورالحق انور، «حکومت د رسنیو په هنداره کې» برنامې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د رسنیزو معلوماتو پیاوړتیا د خلکو د پوهاوي او رضایت لامل کېږي او د کره معلوماتو رسول یو مهم رسالت دی.
نوموړي وویل، د افغان حکومت مخالفین روان پرمختګونه نهشي زغملی او برداشت کولی، نو د ناسمو او غلطو معلوماتو په شریکولو سره هڅه کوي، د خلکو پام بلې خوا ته واړوي. هغه ټینګار وکړ، چې د حقایقو د روښانه کېدو لپاره باید کره او پر وخت معلومات له رسنیو سره شریک او خلکو ته ورسول شي.


