په دې وروستیو کې د هندوکش غږ له خوا د یاسین ضیاء د یو غږیز کلیپ په خپرولو د هغو خیالي جبهو له حقیقي ماهیت څخه یو ځل بیا پرده پورته کړه، چې د افغانستان او افغان حکومت پر ضد یې شعارونه ورکول، د هېواد په بربادۍ پسې یې د هر دښمن دروازې ټکولې، حتی تر صهیونیستانو پورې یې د مرستې لاس اوږد کړ، مګر د خپل ځان له شرمولو پرته یې هېڅ هم ترلاسه نه کړل. په دې کلیپ کې یاسین ضیا په ډاګه کوي، چې په پنځه زره ډالرو جبهه داري نه کېږي او د ده له خبرو داسې څرګندېږي، چې د دغو جبهاتو ترمنځ د مالي سرچینو او واک پر سر شخړې لا نورې هم ژورې شوې دي. دا نوې موندنې نه یوازې د دوی د شمېر د زیاتوالي او انشعابونو اصلي علت په ګوته کوي، بلکې د سیمه ییزو او نړیوالو قدرتونو له بې تفاوتۍ وروسته د دوی له بې کفايتۍ هم پرده پورته کوي.
د دې جبهاتو مشران، لکه: یاسین ضیاء، احمد مسعود او نور د مالي سرچینو د جلب په موضوع کې له سختو ستونزو سره مخ دي. یاسین ضیاء په خپل کلیپ کې په کنايوي ډول ویلي، چې د دوه او پنځه زره ډالرو په مرسته جبهې نه چلېږي او دغه لږې پیسې به سبا یو بل جلال آبادی یا شمالي وال خپل جیب ته واچوي. دا یو منل شوی حقیقت دی، کله چې یوه ډله خپل ملاتړي له لاسه ورکړي، نو هڅه کوي د محدودو عملیاتو، تبلیغاتي کمپاینونو او رسنیز حضور له لارې ځان د فعالیت وړ وښیي، تر څو احتمالي تمویلوونکي ورباندې وغولېږې.
خو وار له مخې ایران چې تل یې د خپلې سیمه ییزې او مذهبي کړۍ په جوړولو کې د نیابتي ډلو اهمیت درک کاوه، دا ځل د دوی اصالت او کمزورۍ ته په کتو سره دا موضوع په پرېکنده او غوڅو الفاظو روښانه کړه، واضح یې وویل، چې موږ د کوم مقاومت ملاتړ نه کوو. تاجکستان هم چې پخوا به یې د پنجشېر په دره کې د احمد شاه مسعود د ځای ناستو لپاره ځینې وخت د ملاتړ غږ پورته کاوه، اوس د پخوا په څېر لېوالتیا نه لري او د دوستۍ پر ځای یې له دغو ډلو سره فاصله نیولې ده.
همداسې پاکستان هم په ځینو ډلو لګښتونه کوي، هرې ډلې ته امکانات نه ورکوي، بلکې ځینو ته خو تر معلومې کچې ملاتړ ها خوا د نورو تر لاس لاندې د کار توصیه کوي. په دې وروستیو کې آی ایس آی د عطامحمد نور د ۱۰۰ میلیونه ډالرو پیشنهاد په کلکه رد کړی او په نورو پسې د تګ توصیه یې ورته کړې، ځکه پاکستان خو یو خوا په خپلو ننګونو کې را ګیر دی او بل خوا په هر چا پانګونه نه کوي. د دې ټولو بدلونونو تر شا اصلي لامل د دغو جبهاتو نظامي او سیاسي کمزورتیاوې دي، دوی نه یوازې د یو بریالي او متحد حرکت د جوړولو وړتیا نه لري، بلکې د خپلو مالي سرچینو د جلب لپاره په خورا سپکو او ارزانه لارو تګ کوي، چې پر نورو یې هم اثر کړی.
د بدخشان موضوع په حقیقت کې مزاحمت ته ورته یو څه و، مګر دوی یې د غټ ښودلو ډېر کوښښ وکړ، دوی په همدې څو کوچنیو او ناکامو هڅو یې دومره لویه غوغا ځکه جوړه کړه، چې د خپلو کمزورو او له مالي سرچینو تشو جبهاتو لپاره نوي استخداموونکي او تمویلوونکي پیدا کړي. د چارو شنونکو د دوی دغه هڅې تر ډېره پورې یوازې د تبلیغاتو او اوازو په کچه وښودې او دا کړنې یې ساختګي هڅې وبللې.
له همدې امله د افغانستان ولس او سیمه باید له دغو خیالي جبهاتو څخه عبرت واخلي او اګاه شي د هر هېواد ثبات او امنیت د بهرنیو نیابتي لوبو له لارې نه، بلکې د خپلواکو، ملي، په کور د ننه او سیمه ییزو همکاریو له لارې تضمین کېدای شي. ځینې هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي، چې دغه ډلې نور د کار وړ نه دي، نو دا پخپله د دې جبهاتو د ناکامۍ تر ټولو لویه او ښکاره نښه ده، ځکه دوی ته مشروعیت او ولسي ملاتړ نه، بلکې بهرنی ملاتړ ارزښت لري.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


