تښتېدلي مخالفین تل هڅه کوي چې ځانونه د لیرې واټن سیاست او بیاني مخالفت په چوکاټ کې وساتي او خپل بې رمقه سیاسي ژوند له حتمي مړینې څخه جلا وښيي.
د دې خبرې د ثابتولو لپاره، دوی چمتو دي چې د غریبو او بېګناه خلکو له ژوند څخه تېر شي او په هره کوڅه او لاره کې بېګټې غوغا جوړه کړي، ترڅو وکولای شي پام ځان ته واړوي او په یو ډول ملاتړي پیدا کړي.
په همدې نیت، د قومندان ملنګ په نامه د یوې کوچنۍ ډلې او څو تنو په پیسو اخیستل شویو او غولول شویو کسانو په ملاتړ کې د تښتېدلو او بهرمېشتو مخالفینو ناکامه هڅې، په اصل کې د سقوط په کنده کې د پاتې کېدو هماغه د امید څرکونه دي چې نور پکې هیڅ هیله نه ده پاتې او د ساه کښلو په وروستیو شېبو کې دي؛ لکه څنګه چې د دې ماتې خوړلې ډلې غړي هم د بشپړې نابودۍ په حال کې دي او بېنتیجې مقاومت یې تسلیمۍ ته رسېدلی دی.
په دې کې شک نشته چې مخالف او تښتېدلي سیاستوال تل له نامعلومو ادرسونو څخه توندې او تیزې خبرې کوي او د ناپوهه، غریبو او فقیرو ځوانانو د احساساتو په پارولو سره شورماشور جوړوي او د هغوی له قرباني کېدو څخه تبلیغاتي ګټه پورته کوي.
دغه ډول بې زړه انسانان هیڅکله نه حاضرېږي چې یا خپله یا یې نږدې کسان په داسې عملي او میداني جریانونو کې داخل شي او لږ تر لږه له خطر سره مخ شي، بلکې تل هڅه کوي چې په خپله امنه دایره کې خوندي پاتې شي او ټول خطرونه او حساسیتونه د هغو کسانو په برخه کړي چې د ژوند تېرولو لپاره یې له همدې لنډې لارې، هر ډول تخریبي امر او لارښوونې ته غاړه ایښې او د هر چا او هر دولت پر وړاندې د مقاومت تش شعارونه ورکوي.
که د دغو غولول شویو ځوانانو د ارادې او نیت حقیقت له نږدې وڅېړل شي، واقعیت به له هغه څه بل ډول وي چې په ظاهر او د خلکو په وړاندې ښودل کېږي؛ ځکه چې دا ځوانان د همدې خاورې او همدې خلکو بچیان دي او په حقیقت کې د هغو کسانو د خبرو او توطیو بې واکه قربانیان دي، چې هره ورځ په هره ممکنه طریقه، په ځانګړې توګه د تطمیع (طمعې ورکولو) له لارې، هغوی د مقاومت او آزادۍ په نوم د مرګ کندې ته ټېل وهي او په خپله د لسګونو حقیقي او حقوقي ساتونکو پردو شا ته پټ دي.
هر کله چې داسې قربانیان د مقابلې په ډګر کې وژل کېږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي، هغه پټ شوي مشران پرته له دې چې په پام کې ونیسي چې دا ځوانان د هغو پلرونو او میندو اولادونه وو چې دروازې ته یې سترګې نیولې وې او د خپل زړه د ټوټو انتظار یې کاوه، په پوره بې شرمۍ او سپین سترګۍ سره هغوی د آزادۍ مدافعین او د بریا د لارې قربانیان معرفي کوي؛ په داسې حال کې چې دا ادعا له شته واقعیت سره په ټکر کې ده او د قضیې په معکوس ښودلو سره، لا هم نور ځوانان دې لارې ته رابولي.
همدارنګه، د دغو ناهیلو ځوانانو په وژل کېدو سره، دوی هیڅکله د هغوی کورنۍ او خپلوان نه یادوي او حتی له ځانه نه پوښتي چې اوس د دې کورنیو د سرپرست او تکیې په وژل کېدو سره باید څه وشي، ترڅو د هغوی تشه تر یو بریده ډکه شي.
دوی هیڅکله دا ډول پوښتنه له ځانه نه کوي؛ ځکه چې په دې برخه کې هیڅ همدردي نه لري او د خپلې ماتې شوې ډلې د غړو په وژل کېدو سره، ګواکې د قربانیانو کیسه پای ته رسېدلې او هغوی هیڅ کورنۍ او خپلوان نه درلودل چې د هغوی په نشتوالي دردمن شي.
له دې ټولو سره سره، د بېلابېلو نومونو او شعارونو لاندې د داسې وسلوالو کسانو څرګندېدل له یوې تشویش پارونکې دسیسې پرته بل څه نه دي؛ هغه دسیسه چې هیڅ ځای ته نه رسېږي، مګر د غولول شویو او په پیسو اخیستل شویو ځوانانو وژلو ته؛ هغه ځوانان چې د ژوند تېرولو او د روزګار د اړتیاوو د ژر پوره کولو په هیله یې غلطه لاره غوره کړې او خپل ژوند یې مکارو کسانو لپاره قرباني کړی دی.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


