د جمهوري رژیم له پرځېدو راهیسې، د پخوانيو تښتېدلو څېرو تر ټولو تکراري ژمنه د «سختو ورځو د پای ته رسېدو» ده. دوستم، محقق، احمد مسعود، او یو شمېر نور پخواني سياسيون له هېواده بهر په ناستو او تېر ایستونکو شعارونو، خپلو څو تنو ناامیده او بې برخليکه پلويانو او جګړه طلبو پروژيانو ته د رواني تسل ورکولو لپاره دا ژمنه بیا بیا تکرار کړې ده. کله هم چې د دوی پلویان د دوی سبموليک تحرکات تر نیوکې لاندې نيسي او د خپل ژوند له ناکراره ورځو شکایت کوي، دوی ورته د پرمختګ او ښو ورځو تشې خيالي وعدې ورکوي، چې په حقیقت کې د دوی له خوا د خپلو ناکامیو پوښل دي.
د بدخشان په یفتل کې له وروستۍ آشوبګرې پېښې وروسته، بيا یو شمېر مخالفينو دروغجنې اوازې ګرمې کړې چې ګواکې په ځينو خاصو سیمو کې د نویو پېښو شیبې رارسېدلې دي. دوستم هم مدعي دی چې که له جګړې وېرېدلای، مارشالي به یې نه درلوده. خو د خلکو حافظه دومره هم ضعیفه نه ده؛ ولس په خپلو سترګو ولیدل چې د جمهوري رژیم د پرځېدو په حساسو شېبو کې چا میدان ته شا کړه. له بل پلوه، د ماشيني مارشالۍ لقب هم له کومې تاريخي سرښندنې نه، بلکې د جمهوريت په وروستیو کې د سیاسي معاملې او امتيازي جنجالونو زېږنده و او خلک په دې هم پوهېږي د نويو پېښو رامنځته کېدل څومره لوی دروغ دي.
د دوستم د کاذبې اتلولۍ القاب او ستاينې یوازې د جمهوریت تر شړېدلي حاکمیت پورې محدودې نه وې، بلکې اوس هم هڅه کېږي چې له دوستم کاذب اتل جوړ کړي. څو ورځې وړاندې احمد مسعود په خپلو خبرو کې مدعي شو که شفافه رای ګیري وشي، دوستم به د اوسني حکومت تر چارواکو بريالی وي. دا ډول څرګندونې ښیي چې يا خو دوی له ټولنیزو او تاریخي واقعیتونو ناخبره دي او يا هم غواړي د یوه معاملهګر، جنګ سالار او کاذب اتل د محبوبیت په دعوو خپلو پلويانو ته دروغجنې هيلې ورکړي.
که د دغو ناکامو څېرو عملي لوری تحلیل شي، نو دوی په تېرو پنځو کلونو کې له بهرنیو سفارتونو او استخباراتي آدرسونو نه د وسلو او مادي مرستو له غوښتلو پرته بل هېڅ واضح فکر او نظر نه درلود. کوم سیاستوال چې خپله سیاسي بقاء او واک ته د بېرته رسېدو امکان یوازې د پردیو په مستقیم ملاتړ کې ویني، نو بيا څنګه کولای شي له ناهيلو پلويانو سره د بدلون هیله شریکه کړي؟ د دوی عملي چارې ښیي چې اصل هدف یې خپل له پامه لوېدلي حالت ته بېرته پام اړول دي.
د افغانستان د باخبره او نوي نسل لپاره د دې وخت رارسېدلی چې د مخالفينو د پنځه کلنو کاذبو هیلو ژوره ارزونه وکړي. د دوی څو تنه پلويان چې اوس هم د دوی آنلاین اخطارونو او شعارونو ته سینه ټکوي، باید پوه شي چې دا جګړه خوښې څېرې هېڅکله د یوه واکمن او خپلواک سرنوشت خاوندان نه شي کېدای. د «سختو ورځو د پای» ژمنې او شعارونه یوازې د څو پلويانو له بې وسۍ او احساساتو ناوړه ګټه اخیستنه ده، ترڅو د هغوی پر شاوخوا خپل سیاسي تجارت جاري وساتي.
د مخالفينو دروغجن روايتونه، خيالي هیلې او تبليغاتي شعارونه له حقایقو د پام اړولو هڅه ده. د مخالفينو د تېرو پنځو کلونو بې نتیجې روایاتو ثابته کړه چې د دغو سياسيونو خبرې یوازې ځان ته دوکه ورکول دي. زموږ جګړه ځپلې ټولنه نور د دغو تکراري ژمنو او غولوونکو شعارونو زغم نه لري؛ د افغانستان تلپاتې حل لاره یوازې د نوي نسل په هر اړخیز پوهاوي، بصیرت او د دغو کاذبو افکارو په سم او منطقي رد کې نغښتې ده.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


