د کورنیو چارو د وزیر خلیفه سراجالدین حقاني په مشرۍ د تللي پلاوي په منځګړیتوب د پکتیکا د ګیان او د خوست د سپېرې ولسوالیو د ګیانخېلو او بوريخېلو قومونو ترمنځ څه باندې سل کلنه بدي پای ته ورسېده، چې د دواړو لورو تر سلو ډېرو کسانو ژوند یې اخیستی او سلګونه نور یې ټپیان کړي وو.
د دغې اوږدې شخړې د هواري لپاره دواړو قومونو د کورنیو چارو وزیر خليفه سراج الدین حقاني ته د بشپړ واک له سپارلو وروسته، د نوموړي په مشرۍ یوه کمېټه جوړه شوه، ترڅو د دعوې سیمې له شرعي، حقوقي، عرفي او کلتوري اړخونو وڅېړي.
سراج الدین حقاني له یادې کمېټې سره د شخړې اړوند غرونو او درو ته ولاړ او د خړسر، زمبر وټي او کیښوم درې په ګډون یې د دعوې سیمې له نږدې وکتلې.
د ارزونو او د دواړو لورو له بیاځلي تایید وروسته، د کمېټې له لوري وروستۍ پرېکړه اعلان شوه چې د دواړو قومونو استازو ومنله.
د پرېکړې د عملي کولو لپاره هم ګډه کمېټه ټاکل شوې، ترڅو د شخړې اړوند سیمې مشخصې او د دواړو قومونو ترمنځ د اوږدمهالې سولې زمینه برابره کړي.
په دې توګه، هغه بدي چې له نسلونو څخه نسلونو ته لېږدېده، د روغې، جرګې او متقابل رضایت له لارې پای ته ورسېده او د دواړو قومونو لپاره د یوه نوي او سولهییز پړاو پیل وشو.


