د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، چې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې په فاریاب او بدخشان ولایتونو کې د سوداګریزو، ورزشي، تفریحي او سیاحتي پروژو د جوړولو پر دوو طرحو بحث او د لا ارزونې لپاره یې اړوندې پرېکړې شوې دي.
دغه غونډه چې د ۱۴۰۵ کال د زمري په ۲۰مه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوې، د فاریاب ولایت په مرکز میمنه ښار کې د پښتني بانک پر اړوندې ځمکې د خصوصي سکټور له لوري د یوه سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه پکې څېړل شوې.
د کمېټې له بحث وروسته، ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې یاده طرحه له ټولو اړخونو په هراړخیز ډول وارزوي او خپل راپور د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.
همداراز، په بدخشان کې د یوه سوداګریز، ورزشي، تفریحي او سیاحتي مجتمع د جوړولو پر طرحه هم بحث شوی او پرېکړه شوې، چې وړاندې کوونکی شرکت دې د سیمهییزې ادارې له لوري تر نهایي کېدو وروسته، طرحه بېرته د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.


