د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وياند سيف خيبر، هندوکش غږ سره په خبرو کې وويل چې دې وزارت په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو د حقونو اړوند لسګونه زره قضیې څېړلې او حل کړې دي.
د ښاغلي خيبر د معلوماتو له مخې، په حل شويو قضيو کې شاوخوا ۵۰ زره د مهر، ۵۰ زره د میراث او ۳۰ زره د کورني تاوتریخوالي قضیې حل شوې او د ۱۰ زره جبري نکاحونو مخه هم نیول شوې ده.
نوموړی زياتوي، چې په دې موده کې د ښځو د حقونو د تأمین او عامه پوهاوي لپاره یې له عامو خلکو، د جوماتونو له امامانو، قومي مخورو، وکیل ګذرانو، محصلینو او ځوانانو سره زرګونه اصلاحي او دعوتي ناستې هم ترسره کړې دي.
هغه ويلي چې پر دې سربېره په تجارتي، روغتیايي او عامه برخو کې د کارکوونکو ښځو د امنیت او کاري چاپېریال د خوندیتوب لپاره هم اقدامات شوي، څو ښځې وکولای شي په خوندي چاپېریال کې خپلو دندو ته دوام ورکړي.


