په تېرو څو کلونو کې د افغانستان سیاسي تحولاتو ښودلې ده، چې د هېواد د ټولنیزو واقعیتونو او هغه څه ترمنځ چې په مجازي فضاء او رسنیو کې د افغانستان په ځینو سیمو کې د جګړو او نښتو په اړه خپرېږي، ډېر واټن شته. د افغان حکومت د مخالفو ډلو مشران په خپلو څرګندونو کې پر داسې واقعیتونو اعتراف کوي، چې د دوی له خوا په مجازي فضاء او رسنیو کې له پراخو تبلیغاتو سره هېڅ سمون نه خوري.
د یاسین ضیاء وروستۍ مرکه او د احمد مسعود څرګندونې هم له همدې ډلې څخه دي؛ دا داسې خبرې دي چې د دې ډلو له جوړښتي ستونزو او خپل منځي کمزوریو په ناڅاپي ډول پرده پورته کوي. له کلونو راهیسې دوی هڅه کوي چې د افغانستان د حکومت پر وړاندې سره یو موټی شي، خو د وخت په تېرېدو سره د دوی ترمنځ درزونه او اختلافات لا پسې زیات شوي دي.
یاسین ضیاء په دې خبره چې د حکومت د مخالفو ډلو ترمنځ د اختلاف او تیت پرکۍ دوام د افغانستان د اوسني حکومت په ګټه دی، په حقیقت کې د دې جبهاتو ترمنځ د ژورو درزونو پر شتون اعتراف کړی دی. دا خبره یوازې یوه سیاسي سپارښتنه نه ده، بلکې د یوه داسې واقعیت څرګندونه ده چې د جمهوريت له لومړیو ورځو راهیسې تر اوسه یې څو ځله ځان راڅرګند کړی دی. که رښتینی یووالی، همغږي او متقابل باور موجود وای، نو د داسې اعتراف اړتیا به نه وه.
د یاسین ضیاء د خبرو بله مهمه برخه دا ده چې دی پکې ټینګار کوي: «هیڅ ډله په یوازې ځان د افغانستان کړکېچ نه شي هوارولی.» دا جمله هم په حقیقت کې د مخالفو جبهاتو د سیاسي، پوځي او ټولنیزو وړتیاوو پر نه شتون اعتراف دی. هر یو جریان هغه وخت دا ډول خبره کوي، چې کله په خپله دې پایلې ته رسېدلی وي چې په یوازې ځان د مقابلې او بنسټیز بدلون د رامنځته کولو توان نه لري او له پراخ کورني یا بهرني ملاتړ پرته خپل اهداف نه شي ترلاسه کولی.
بل پلو احمد مسعود اروپایي ټولنې ته په خپله مقاله کې د ولسي او ټولنیز ملاتړ، یا په کور دننه د خپل نفوذ د زیاتوالي د نښو د وړاندې کولو پر ځای، له لوېدیځو هېوادونو غواړي چې د افغانستان له حکومت سره خپلې اړیکې عادي نه کړي. د داسې غوښتنې مطرح کول ښيي چې د دغو جریانونو د هیلو یوه مهمه برخه لا هم له بهرنیو او نړیوالو فشارونو سره تړلې ده.
که یوه ډله پراخ کورنی او ولسي ملاتړ او اړین ظرفیت ولري، نو خپل مشروعیت او ځواک د ټولنې په دننه کې پلټي، نه دا چې د نورو هېوادونو د بهرنیو اړیکو د عادي کېدو د بهیر د درولو غوښتنه وکړي.
دا واقعیتونه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د حکومت د مخالفو رسنیو یوه برخه، له هېواده بهر یو شمېر مجازي فعالان او د دغو جبهاتو ځینې ملاتړي، په بشپړه توګه بل ډول انځور وړاندې کوي. دوی په خپلو نشراتو کې هره امنیتي پېښه، هر سیمه ییز اختلاف او یا هر قومي او سلیقوي کړکېچ د حکومت پر وړاندې د جګړې او د هغه د نږدې سقوط د نښې په توګه معرفي کوي او پراخ انعکاس ورکوي.
د سیاستوالو له نظره، کله چې د تبلیغاتو، اوازو او د یوې ډلې د مشرانو د اعترافونو ترمنځ واټن پیدا شي، معمولاً باید د مشرانو رسمي اعترافونه واقعیت ته نږدې وګڼل شي؛ ځکه مشران په جدي ناستو او مرکو کې اړ دي چې د موجودو واقعیتونو یوه برخه ومني، په داسې حال کې چې تبلیغاتي فضاء تر دې چې پر ژور تحلیل ولاړه وي، ډېره پر روحیه جوړولو، د ملاتړ پر جلبولو او د مخاطبانو پر زیاتولو تمرکز کوي.
له بلې خوا د مخالفو جبهاتو او ډلو ترمنځ اختلافات یوازې د مبارزې د څرنګوالي پر سر ټکر نه دی، بلکې ریښې یې په شخصي سیالیو، اقتصادي ګټو، پخوانیو اختلافاتو، د رهبرۍ په توپیرونو او حتی د بهرني ملاتړ د ترلاسه کولو پر سر په سیالیو کې دي. د تېرو څو کلونو تجربې ښودلې چې دوی څو ځله د ائتلاف او یووالي اعلان کړی، خو د وخت په تېرېدو سره د دغو اتحادونو عمر لا لنډ شوی او دوی نه دي توانېدلي چې په یوه منسجم او باثباته جوړښت بدل شي.
دوی هڅه کوي چې د پېښو په لوی ښودلو سره د افغانستان رواني فضاء ترینګلې او بې ثباته وښيي. رواني جګړه، د دروغو او پېیلو خبرونو خپرول، د سیمه ییزو اختلافاتو لوی ښودل او د بې ثباتۍ القاء کول هغه وسایل دي، چې د سیاسي سیالیو ترڅنګ ترې کار اخیستل کېږي. خو رسنیز تبلیغات هېڅکله نه شي کولی د ټولنیزو واقعیتونو ځای ونیسي.
د افغانستان د عامه افکارو له نظره هم، د دې جبهو د مشرانو د اعترافاتو او د هغوی د رسنیزو تبلیغاتو ترمنځ تناقض څرګند دی. کله چې مشران د تیت پرکۍ او ناتوانۍ په اړه خبرې کوي، خو په ورته وخت کې پېیلې مجازي رسنۍ د سترو بریاوو او د حکومت د نږدې سقوط خبرې کوي، مخاطب له دوو بشپړو متضادو روایتونو سره مخ کېږي. په پای کې د خپلې پوهې او ځیرکتیا له مخې، د دغو رسنیزو د ادعاوو په بې بنسټۍ پوهېږي.
د یاسین ضیاء او احمد مسعود وروستۍ څرګندونې، له بېلابېلو سیاسي برداشتونو څخه په صرف نظر، یو څرګند پیغام لري: د مخالفو جریانونو مشرانو په خپله د اختلافاتو، د ظرفیتونو د نه شتون او د یوې واحدې جبهې د جوړولو د ناتوانۍ پر شتون اعتراف کړی دی. له همدې امله، هغه خبرونه چې له دې اعترافاتو پرته د کورنۍ جګړې او د حکومت د یوې برخې د نیولو خبرې کوي، یوازې د رواني جګړې او رسنیزو تبلیغاتو یوه برخه ده.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


