د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د اسد ۲۴مې د پنځمې کلیزې په مناسبت غونډه کې ویلي، افغان ملت دوه مهم ارزښتونه لري؛ اسلامي ارزښتونه او د خپلې خاورې ساتنه، چې په هېڅ صورت به پرې معامله ونه کړي.
نوموړي ویلي، د تېر شل کلن اشغال پر مهال د ګوانتانامو، پلچرخي او بګرام زندانونه له بندیانو ډک شول، خو افغانانو یرغلګرو ته د غلامۍ سر ټیټ نه کړ او په پای کې اشغالګر د توافق له مخې له افغانستان څخه ووتل او د ده په وینا، «مبینه فتحه» ترلاسه شوه.
مولوي امیرخان متقي زیاته کړې، اوس ټول هېوادوال له اسلامي نظام سره همکار دي، ځکه د ولس او نظام ارزښتونه مشترک دي. هغه ټینګار کړی چې هېڅوک حق نه لري افغان ملت وځوروي او یا پرې زیاتی وکړي او د مشر او کشر درناوی باید وشي.
د بهرنیو چارو وزیر د مجاهدینو د قربانیو یادونه هم کړې او ویلي یې دي، چې د نظام د ساتنې لپاره د افغان ولس او مجاهدینو قربانۍ ورکړل شوې دي او اوس هم د هېواد د سرحدونو د ساتنې لپاره قربانۍ ته چمتو دي؛ نو د دوی قربانیو ته باید د احترام په سترګه وکتل شي.
نوموړي همداراز ویلي، په تېرو پنځو کلونو کې د نړۍ هېوادونه د افغان حکومت سره د تعامل له پلوه په دوو برخو وېشل شوي؛ هغه هېوادونه چې تعامل یې کړی، له دې تعامل څخه یې ګټه اخیستې، خو هغه هېوادونه چې له اسلامي امارت سره یې تعامل نه دی کړی، تر اوسه یې څه دي ترلاسه کړي.


