د اسد ۲۴مه په هېواد کې د یوې ارزښتناکې اوږدې شل کلنې مبارزې د بریا ورځ ده. په دې ورځ په افغانستان کې د هغې ادارې واکمني پای ته ورسېده، چې له پیله تر پایه پر بهرنیو پوځونو، نیابتي استخباراتي لوبو او مالي پنډونو متکي وه. د دغې لویې واقعې یوه تجربه افغان ملت ته دا وه، چې په ظاهري سیاسي جوړښتونو، پوځي تجهیزاتو او پردیو ژمنو باور کول همېشه د ماتې تر پولو رسېږي.
واقعیتونو تل ثابته کړې چې هغه حاکمیتونه هیڅکله بقاء نه مومي، چې پردیو ته یې تمه وي. د پرځېدلي جمهوریت ټوله مالي تکیه پر بهرنیو مرستو او بسپنو ولاړه وه او پوځي وړتیا یې هم د بهرنیو اشغالګرو پوځونو په مستقیم ملاتړ پورې تړلې وه. دا اتکاء د دې سبب شوه چې په داخل کې یو واقعي او پر ځان متکي مدیریت رامنځته نه شي. د جمهوریت دواړو سمبولیکو ولسمشرانو په دې برخه کې هیڅ ګام نه شوای اخیستلای، ځکه بهرنیانو نه غوښتل چې د دوی تر سترګو لاندې افغانستان پر ځان متکي شي او همدې چارې ولسمشران هم دې ته اړ ایستل چې په ټیټو سترګو د ولسمشرۍ تمثیل وکړي.
کله چې له بګرام او نورو نظامي اډو څخه اخري بهرني اشغالګر وتل او د دوی د ایستل کېدو بهیر پیل شو، هغه وخت د جمهوري رژیم د تشکیلاتو ټولې بې وسۍ او ناتوانۍ په ډاګه شوې. لوېدیځو هېوادونو انګېرله چې جوړ شوي پوځي واحدونه او اداري سیسټمونه به په خپلواکه توګه کار وکړي او د جمهوریت د فاسد حاکمیت ساتنه به وکړي، مګر له کومو ځایونو چې بهرنیان ویستل کېدل، سمدستي محلي ادارو هماغه سیمې له لاسه ورکولې. بالاخره د اسد پر ۲۴مه ثابته شوه چې پر امنیتي ارګانونو د بهرنیانو ډېرو مالي لګښتونو او خیالي ارقامو ونه شوای کولی چې یوه فاسده او له دننه پاشلې اداره له پرځېدو څخه وژغوري.
د جمهوریت د سقوط تر شا یوه غوښنه برخه دا هم وه، چې لسګونه زره اجیر ځواکونه او دولتي کارمندان له روحي او فکري پلوه بې ثباته شوي وو او نور یې په دغه چوکاټ کې د کار کولو تعهد نه درلود؛ دوی نه شوای کولی د یوه داسې سیسټم د ساتلو لپاره په ځان خطر ومني چې فساد، له ولس څخه لېرې والي، د پردیو مزدورۍ او د شخصي ګټو پالنې له پښو غورځولی و.
له بلې خوا، هغه مخالفې ډلې چې له هېواده بهر مېشتې دي او په دوامداره توګه د افغان حکومت او شته ثبات پر ضد شایعات خپروي، د همدې ناکامې او پردي پالې تجربې پاتې شونې دي. د همدې مخالفینو شتون او پوځي هڅې همېشه له بهرنیو مرستو سره تړلې دي او له همدې امله یې هیڅکله د ټولنې په بطن او بدنه کې محبوبیت نه دی موندلی. دغو ډلو په تېرو پنځو کلونو کې هم ونه شو کولی چې د خلکو باور خپل کړي، ځکه ولس هغوی په ښه توګه پېژندلي چې د نیابتي جګړو ابزار دي او هیڅکله د اسلامي او ملي ګټو لپاره هڅې نه کوي.
د دغو ډلو برخلیک هم دا پیغام ورکوي، چې د پردیو هېوادونو د ستراتیژیکو ګټو لپاره په خپله خاوره کې نیابتي جګړو ته لار هوارول، له رسوایۍ او له منځه تللو پرته بل څه نه لري. افغان ولس د داسې تګلارو ناورینونه او نتيجې ولیدلې او په لومړيو کې یې د بهرنیانو له ملاتړه برخمنو سیاسي لوبغاړو باندې خپل اعتماد ختم کړ.
د اسد ۲۴مه یوازې د یوه تپل شوي رژیم پرځېدو ورځ نه وه، بلکې پر افغان خاوره د بهرني یرغل د پای ته رسېدو او د یوه نوي او مستقل اسلامي نظام د احیاء ورځ هم وه. نن چې په ټول هېواد کې یو مرکزي حکومت، امنیت او ثبات شتون لري، د دې معنی دا ده چې افغان ملت کولای شي، چې له خپلې عقیدې او اصیلو ارزښتونو څخه د دفاع په لار کې هر خنډ له منځه یوسي او د خپلې خوښې له نظامه برخمن شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


