مقدمه
د ۱۴۰۰ هـ ل کال د اسد میاشتې پر ۲۴مه د افغانستان جمهوري رژیم وپرځېد او پر افغانستان نوی نظام واکمن شو. د نوي نظام د حاکمیت پنځه کاله پوره شول، د دغو پنځو کلونو په اوږدو کې افغانستان له هر اړخه، له خورا ژورو او پرېکنده تحولاتو څخه تېر شو. پر افغانستان د نوي نظام له حاکمیت وروسته، د لومړيو ورځو یوه پوښتنه دا وه چې بېلابېل مخالفين او سياسي څېرې به وکولای شي د نوي حاکميت په وړاندې د يوه پياوړي، منسجم او حساب شده جهت په بڼه راپورته شي که نه؟ خو د وخت تېرېدو او د تېرو پنځو کلونو عيني شواهدو ثابته کړه، چې د حکومت مخالفين نه يوازې د اغېزمن مقاومت پړاو ته ونه رسېدل، بلکې په تېرو پنځو کلونو کې، په يو لړ داسې ستونزو کې راګېر شول چې د هغوی سياسي زوال يې لا ګړندی کړ.
د دغو مخالفينو پنځه کلن حالات ښيي، چې د انسجام، روښانه لیدلوري او ستراتیژيک تفکر په نشتوالي کې د دوی ټولې هڅې یوازې په غبرګونونو، اعلامیو او آنلاین ناستو پورې محدودې پاتې شوې. هغه شاوخوا سياسي ډلې، شوراوې او نام نهاده جبهې چې په جلاوطنۍ کې جوړې شوې، ونه توانېدې چې د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنو(امن، ثبات او یووالي) ته مثبت ځواب ووایي او یا د پرمختګ لپاره عملي تګلاره وړاندې کړي. برعکس، د واک پر سر داخلي شخړې، د اسلامي او ملي لیدلوري نشتوالی او له نړيوالې واقعيت پسندۍ څخه ليرې والی د دې لامل شول، چې دوی خپل ټول احتمالي چانسونه په خپله له لاسه ورکړي.
په دې تحلیل کې د افغان حکومت د مخالفينو تېر پنځه کلن وضعيت تحلیل شوی؛ مخالفین د یوې ثابتې ایډیالوژۍ د نشتون، ژورو خپل منځي اختلافاتو، د متبادل پروګرام د نشتوالي، بهرنۍ څرګندې اتکاء، سازماني ګډوډۍ او له ولس څخه د مطلق انقطاع له امله ناكام شوي، له بهرنيو او سيمه ييزو سټېجونو شړل شوي او د بشپړې سياسي انزوا پړاو ته رسېدلي دي.
د ثابتې ايډيالوژۍ او فکري هویت نشتوالی
د هر لوري او سياسي تحرک د برياليتوب اساسي ستون پر يوه روښانه، منسجمې او ثابتې ايډيالوژۍ او فکري چوکاټ باندې ولاړ وي. اما د افغان حکومت د مخالفينو تر ټولو لومړی او ستر ضعف د يوه څرګند فکري او نظرياتي مکتب نشتوالی دی. دوی له اساسه داسې يو فکري مرجع نه لري، چې خپل پلویان او ولس د یوه روښانه هدف تر چتر لاندې راټول کړي.
د ایډیالوژۍ د خلاء او نامعلوم سیاسي چوکاټ له امله، د مخالفینو په اعلامیو او درېځونو کې خورا شدید تناقضات لیدل کېږي. یو شمېر يې د لوېدیځو لیبرال دیموکراتیکو ارزښتونو چیغې وهي، ځینې نور یې له مخکني فساد ډک جمهوري رژیم بیرته راګرځول غواړي، بله برخه یې د فدرالیزم او تجزيې آوازونه پورته کوي او ځینې لوري بیا د هېواد د روایتي او قومي سنتي جوړښتونو یادونه کوي. دا ژور نظرياتي انشعاب او ثبات نه درلودل د دې لامل شوي، چې نه یوازې پیروان یې په تحیر کې پاتې شي، بلکې عام هېوادوال هم د دوی پر هویت او آرمان باور ونه کړي.
د منسجم فکر نه درلودلو د مخالفینو ټوله مجموعه د يوه انفعالي او غبرګوني حالت لوري ته بېولې ده. دوی هيڅکله د خپلو فکري مباديو او اساساتو له مخې نظریه نه ده تولید کړې، بلکې تل یې د افغان حکومت د ورځنیو اجرآتو، قوانینو او نویو پرېکړو پر اساس اعلامیې خپرې کړې دي. دغه ایډیالوژیکه خلاء ښيي چې مخالفین د یوه پایښت لرونکي سياسي تفکر خاوندان نه دي او له همدې امله په اوږدمهال کې خپله جذب کوونکې قوه له لاسه ورکوي او لا یې ډېره قوه له لاسه ورکړې ده.
همدا راز د یوه معلوم فکر نشتوالي د مخالفینو په منځ کې د کادرونو، فکر خاوندانو او ټولنې د اګاه خلکو جذب په ټپه درولی دی. د فکر خاوندان له داسې بهیرونو سره ملګرتیا ته زړه نه ښه کوي، چې خپله د خپلو تګلارو په تعبیر او تعریف کې حیران او پاتې راغلي دي. مخالفین ثابت ایډیالوژیک ستون نه لري، چې له امله یې ټولې غونډې او اعلامیې د مؤقتي سياسي فعالیتونو او مقطعي ناستو تر کچې ښکته راغلي دي.
خپل منځي اختلافات او د رهبرۍ بحران
له فکري خلاء وروسته، دویم ژور بحران چې د مخالفینو ملا یې ماته کړې، د هغوی خپل منځي اختلافات او د قوي او منلې رهبرۍ مطلق نشتوالی دی. په تېرو پنځو کلونو کې ثابته شوه، چې مختلف لوري او بېلابېلې تښتېدلې سیاسي څېرې، ګوندونه، شوراګانې او کړۍ په خپلو کې د لږ تر لږه توافق او هماهنګۍ جوګه هم نه دي، چې رهبري یې یوه شي. د هرې وړې ډلې مشر ځان تر ټولو مخالفینو لوړ ګڼي او له نورو په اصطلاح جبهاتو سره د واقعي ائتلاف لپاره چمتووالی نه شي نیولای.
د دوی ترمنځ تخریبوونکې سيالۍ د هېواد او ولس د لوړو منافعو پر محور نه دي، بلکې د شخصي انګېزو، د پخوانیو سیاسي رقابتونو او د ډله يیزو ګټو پر سر دي. هر کله چې په بهر کې کوم انفرادي کنفرانس یا ناسته دایرېږي، تر ټولنیز هدف زیات پام دې ته کېږي چې د کومې ډلې مشر څومره تونده وینا وکړه او څومره ډېرې لاپې یې ووهلې. د دوی لپاره دا د خجالت وړ حالت دی، چې د ولس او نړۍ تر پام یې ځان ډېر سپک کړ.
همدارنګه د دغو ډلو ترمنځ خپل منځي ژورې تعصبي او تنظيمي عقدې تر دې کچې رسېدلي دي، چې په ډېرو مواردو کې يوه ډله د بلې ډلې په ناکامۍ خوشحاله ده. دا خپل منځي جګړې او د ټولنیزو رسنیو له لارې یو پر بل لفظي بریدونه ثابتوي، چې د دوی په اعلامیو او څرګندونو کې یوازې په الفاظو د یووالي کلمه یادېږي، خو په باطن کې بیا تر هر چا زیات له یو بل سره د عداوت او د صلاحیت د وېش په شخړه کې ډوب دي.
له بل پلوه د معلومې رهبرۍ نشتوالي دا چانس هم له منځه وړی، چې یو منلی چوکاټ رامنځته کړای شي. په تېرو پنځو کلونو کې د ځینو هېوادونو او استخباراتي سازمانونو هڅې هم، چې د دوی ترمنځ انسجام راولي، بې پایلې پاتې شوي دي. دا پاشلتیا د دې سبب شوې چې د واحد صف په توګه د مخالفینو مقاومت(!) راپورته نه شي، بلکې په ګڼو داسې برخو بدل شي چې هره برخه یې د بلې د تکذیب، تخریب او انشعاب په هڅه کې وي.
د ستراتيژيک پلان او طرحې نشتون
که د مخالفینو د ناتوانۍ او ناکامۍ عوامل لا ډېر وشنو، نو ویلی شو چې دوی برنامه، طرحه او ستراتیژیک پلان نه لري. مخالفینو څو ځله هڅه وکړه چې د بدیل وړاندې کولو یا د افغانستان د راتلونکې ټاکلو په نوم ناستې جوړې کړي، خو دا ناستې دومره منحصرې وې چې یوازې د مخالفینو له جملې دوو یا درو ډلو ګډون کاوه، خو غونډه چې به تر پایه رسېده، نو د طرحې اعلانولو پر ځای به د غونډې له منځه د وړو مسایلو پر سر د ژورو اختلافاتو راپورونه خپاره شول.
د افغان حکومت مخالفینو په تېرو پنځو کلونو کې نه افغان ملت او نه هم نړیوالو ته حتی د يوې پاڼې په اندازه هر اړخیزه او اتفاقي طرحه نه ده وړاندې کړې، ځکه یوه ډله، له بلې ډلې سره څه، چې د یوې ډلې دننه هم دوه تنه په یوه نظر نه وو/دي، حتی د همدې اختلاف له امله د ډلو ډېری غړو له خپلو ډلو څخه لار جلا کړې او ډلې یې د انشعاب پر ګړنګ درولې دي.
د مخالفینو لخوا د حکومتدارۍ، اقتصادي ودې، د زېربریناوو جوړولو، داخلي او بهرني سیاست او نورو اساسي مسایلو اړه هيڅ کومه علمي نسخه او طرحه شتون نه لري. د مخالفینو ټولې ویناوې يوازې د نیوکو او غبرګونونو تر سرحده محدودې دي. مګر حقيقت دا دی چې سياست یوازې په انتقاد نه شي پر مخ تللی، بلکې علمي او عملي تګلارو ته جدي اړتيا لري.
پر دې سربېره، مخالفین د افغانستان له نوي اقتصادي او ټولنیز واقعیت څخه بې خبره دي. په داسې حال کې چې افغان حکومت د لویو ملي پروژو، لکه: قوش تپې کانال، ټاپي، رېل پټلیو او د ډېرو لويو لارو پر رغولو کار کوي، مخالفین دغه بدلونونه نه درک کوي. د دوی په کنفرانسونو، ناستو، غونډو او لیکنو د دغسې اقتصادي او انکشافي مسایلو د یادولو پر ځای د سیاسي دروغو او شعارونو تکرار کېږي او بس!
د مخالفینو له خوا د بدیلې طرحې کمښت ثابته کړې، چې که فرضاً د دوی غوښتنې ومنل شي هم، د ټولنې د ادارې او منظمولو لپاره هيڅ مېکانيزم نه لري. دا بې برنامګي د دې لامل شوې چې ولس خپل پام ترې واړوي، ځکه خلک اوږد مهاله او اساسي برنامې غواړي، ترڅو راتلونکې یې ښه تضمین شي، چې داسې څه د مخالفینو په فکر کې وجود نه لري.
پر بهرنیانو اتکاء او له واقعیتونو ناسم درک
په نویو نړیوالو اړيکو کې بله لویه غلطي، چې د مخالفینو د زوال لامل شوه، پر بهرنيو سرچينو بربنډه او مطلقه اتکاء او د جیوپولیټیکو واقعیتونو ناسم درک دی. د حکومت مخالفین له هماغه پیله د دې پر ځای چې په کور دننه او له خپل ملت سره واقعي اړیکې ورغوي، بهرنیو سیاسي استازولیو، بهرنیو استخباراتي سازمانونو او ځینو لوېدیځو سناتورانو ته سترګې په لاره وو.
د هغوی دا ستراتیژیکه تېروتنه د دې باعث شوه چې په ولس کې د «بهرنیو پروژو د تطبیقوونکو» په توګه وپېژندل شي. مخالفینو ګومان کاوه چې د بهرنیو هېوادونو په لوکس هوټلونو کې به د غونډو په جوړولو سره وکولای شي د افغانستان برخلیک وټاکي، مګر د افغانستان پرګنو بار بار ثابته کړې، هغه تحرکات چې بهرنۍ صبغه او بهرنی تمویل ولري، په هيڅ ډول د هغوی خواخوږی او تائید نه شي ترلاسه کولی.
د دې تر څنګ، په تېرو پنځو کلونو کې د بهرنيو هېوادونو ستراتيژیک واک او پام هم په چټکۍ بدل شوی. بهرنيو قدرتونو د نړۍ نویو جيوپوليټيکو واقعيتونو (لکه د اوکراين جګړې، د منځني ختيځ بحرانونو او اقتصادي سيالیو) ته په پام سره خپل لومړیتوبونه بدل کړل. دغو قدرتونو ته د مخکنیو تجربه شویو او ناکامو څېرو تمویل نور هيڅ ګټه نه راوړي.
د مخالفینو لخوا د نړیوالې لابیګرۍ پروسه هم په بشپړه توګه ناکامه شوې ده. مخالفین و نه توانېدل چې شواهد وړاندې او منطقي استدلال وکړي، څو نړیوال ځواکونه پر دوی اعتناء وکړي. پایله دا شوه چې بهرني تمویلوونکي او استخباراتي ادرسونه ترې یو په بل پسې شا ته شول او هغوی یې بې پناه پرېښودل.
ډپپلوماټیکه انزوا
د بهرني ملاتړ له بايللو سره جوخت، له نړيوالو او سيمه ييزو سټېجونو او ډېپلوماټيکو ډګرونو څخه د مخالفينو ایستل یو بل مهم ثبوت دی، چې د دوی بشپړې انزوا ته اشاره کوي او د دوی د ماتې له عواملو یې هم ګڼلای شو. که په لومړنیو وختونو کې په بېلابېلو بې طرفه یا دښمنو هېوادونو کې د دوی لپاره غونډې، کنفرانسونه او ناستې جوړېدې، خو د کلونو په تېرېدو سره دغه بلنې صفر ته نږدې شوې او اوس یوازې هلته د راټولېدو لپاره ځای لري، چې د نیابتي مزدورانو په توګه یې، په چاڼ شوې بڼه استفاده کوي.
په تېرو پنځو کلونو کې د سیمې مهم او اغېزمن هېوادونه، لکه: روسیه، ایران، د منځنۍ آسیا، خلیج هېوادونه او حتی یو شمېر اروپايي هېوادونه په ښه توګه پوه شول، چې له مخالفینو سره تعامل هیڅ ډول منطقي بڼه نه لري او د افغانستان ثبات ته ګټه نه رسوي. له همدې امله، دغو هېوادونو خپل ټول دیپلوماتیک تمرکز او تعامل له نوي افغان حکومت سره رامنځته کړ او مخالفې ډلې یې حاشیې ته کړې.
ښايي په لوېدیځو هېوادونو او د ملګرو ملتونو په لویه کچه سمبولیکو ناستو کې د مخالفینو د بېلابېلو غوښتنو بې ځوابه پاتې کېدو، دوی ته ښودلې وي چې مخالفت یوازې، ناستې، غونډې، نیوکې، شعار او دروغجنو ادعاوو ته نه وايي، بلکې دې ته وايي چې داعیه یې برحقه، د مخالفت صبغه یې مشروع او په افغاني ټولنه کې اجرائیوي نافذ اثر ولري. د مخالفینو دغه حالت د دوی د دیپلوماتیک بهیر تر ټولو لویه ماتې شمېرلای شو.
په تېرو پنځو کلونو کې له سټېجونو د مخالفینو شړل تر دې کچې ورسېدل، چې ډېری هېوادونو حتی د دوی د ساده دفترونو پر پرانیستلو او سیاسي فعالیتونو صریح بندیزونه ولګول. دې واقعیت ثابته کړه چې نړۍ نور د افغان حکومت د مخالفینو په شعارونو او تشو وعدو باور نه کوي او واقعیتونه لکه څنګه چې دي، هماغسې قبول کړي.
سازماني ګډوډي
په تېرو پنځو کلونو کې د مخالفینو د ناکامۍ بل خطرناک لامل د مخالفو ډلو دننه بنسټیزه پاشلتیا، بې نظمي او موازي تش په نوم ساختارونه دي. د دوی تشکیلات پر یوه منظم حزبي او تنظيمي چوکاټ نه دي ولاړ، بلکې په لسګونو وړو کاغذي شوراګانو، تش په نوم جبهاتو، قومي او سمتي ټولیو وېشل شوي دي، چې یوازې په ټولنیزو شبکو او فیسبوک پاڼو کې نومونه لري او کله نا کله د یوې ډلې پر ځای، دوه یا له دې زیاتې ډلې د یوه دروغجن برید ادعا کوي.
دا سازماني ګډوډي هم پخپله بېلابېل عوامل لري، چې د زړو جنګ سالارانو، بدنامو او تورو څېرو تحمیلي مشري، په مخالفینو کې د ځوانو کدرونو نشتون، د محدودو مالي سرچینو پر سر شخړې، مدیریتي ناپوهي او د کورنیو روابطو په اساس د ډلو جوړل یې د نمونې په توګه یادولای شو.
دې ګډوډۍ د مخالفینو کار يوازې تر تخیل، په ټولنیزو رسنیو کې تر بې پايلې کمپاينونو، بحثونو او زوم کنفرانسونو محدود پاتې کړی. مخالفین باید پوه شي چې پر مجازي فضاء تمرکز او له لېرې څخه د افغانستان د وضعیت په اړه ناسم تبلیغات هیڅکله دوی بریا ته نه رسوي، بلکې لکه څنګه چې په تېرو پنځو کلونو کې له څرګندې ناکامۍ سره مخ وو، راتلونکی به یې هم همداسې ضایع کېږي.
له خاورې، ټولنې او ولس لیرې والی
ټولنيزه انقطاع او له خاورې او ولس څخه د مخالفینو لیري والی او بې خبري د دوی په ناکامۍ کې د پام وړ محرک او لامل دی. لکه څنګه چې مخالفین په تېرو پنځو کلونو کې له ولس، خاورې او ټولنې بېل شوي، همداسې له واقعیتونو، حالاتو او هر څه ناخبره شوي دي. د عام ولس او مخالفینو ترمنځ یوه خورا لویه د بې باورۍ فاصله رامنځته شوې ده.
هغه څه چې ولس یې غوښتنه لري، مخالفین یې په خلاف ولاړ دي، ځکه دوی له ولس، خاورې او ټولنې سره فاصله لري او دا فاصله د دې لامل شوې چې مخالفین د ولس غوښتنې له پامه وغورځوي. د دې کار طبیعي پایله همدا ده چې مخالفین به په پنځو کلونو کې څه، چې په لسیزو کې به هم له ولسي ملاتړه برخمن نه شي.
د افغاني ټولنې نننۍ غوښتنه د شریعت حاکمیت، استقلال، ارضي تمامیت، ځان بسیاینه، د ارزښتونو لا خوندیتوب او رفاه ده، نه نیابتي جګړه، ویراني، د ارزښتونو پایماله کېده او د استقلال سلب؛ چې هېواد د عروج له لوړو را ګرځوي او د انحطاط ژورو ته یې غورځوي.
پایله
د پورتنیو ابعادو له مخې ویلای شو، چې د افغان حکومت د مخالفینو تېر پنځه کلن سفر د دوی د زوال بېلګه ده. د فکر او ایډیالوژۍ نشتوالی، خپل منځي شخړې، د عملي او رغنده تګلارو نشتون، پر بهرنیو استخباراتي سازمانونو او هېوادونو تکیه، له نړیوالو او سیمه ییزو صحنو ویستل کېده او له ټولنې، خاورې او خلکو جلاوالی هغه عوامل دي، چې په تېرو پنځو کلونو کې یې مخالفین له سیاسي ماتې سره مخ کړي.
مخالفینو په تېرو پنځو کلونو کې ثابته کړه، چې د اوسني افغانستان د پېچلو ستونزو د حل وړتیا نه لري او د دوی د غونډو، کنفرانسونو او اعلامیو لړۍ یوازې د بې موخې سیاسي حضور لپاره یو ساتل شوی بهیر دی. افغاني ټولنه دا مهال متفاوتې غوښتنې لري، داسې غوښتنې چې که مخالفین یې ومني، نو په هیڅ نوم به ډله او کړۍ پاتې نه شي او پخپله به د سیاست له مجاله ځان لیرې کوي.
په تېرو پنځو کلونو کې چې مخالفینو د ماتې په لور څومره چټک ګامونه اخیستي دي، په راتلونکې کې به یې د ناکامۍ او ورک کېدو پاتې ګامونه له دې ډېر چټک وي، ځکه د هرې ورځې په تېرېدو د افغانستان او نړۍ حالات بدلېږي؛ افغانستان د ثبات په لور ګامونه اخلي او نړۍ بیا چې مخالفینو اول او اخر د مرستې هیله ورته ساتلې، په چټکۍ له مخالفینو پام اړولی او په نورو نړیوالو قضایاوو کې ښکېل شوې.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


