Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د زمري ۲۴مه؛ د خپلواکۍ، امن او بيا رغونې پيلامه
    سیاسي لیکني

    د زمري ۲۴مه؛ د خپلواکۍ، امن او بيا رغونې پيلامه

    عمران آغاعمران آغا15 اگست 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    نن چې په خپله خاوره کې د آرام ساه اخلو، نو درک کوو چې د یوه ملت لپاره آزادي څومره ستر نعمت دی. د اسد ۲۴مه د کومې لورول شوې او تشریفاتي آزادۍ ورځ نه ده، بلکې د هغې وياړمنې مبارزې د نتيجې ورځ ده، چې هیواد ته یې وياړلي ازادي ور په برخه کړه.

    له دې تاريخي تحول مخکې، زموږ د خاورې برخلیک په پردیو سفارتونو او د اشغالګرو په نظامي اډو کې ټاکل کېده. هغه فاسد رژیم چې له بهرني تمویل او د اشغالګرو له پوځي حضور پرته یې دوام نه شوای کولای، له ولس څخه بیخي لرې او په هر اړخیزو بنسټیزو ستونزو کې ډوب و. له همدې امله، کله چې بهرنیان وتل، د هغوی جوړ شوی کاغذي رژيم هم وپرځېد او چارواکي یې له تښتول شويو پيسو سره يو ځای وتښتېدل؛ خو دا تجربه یې پرېښوده چې وارداتي جوړښتونه هیڅکله په بقاء نه مومي.

    د زمري د ۲۴مې تر ټولو ملموسه او متفاوته پایله د خلکو په رواني امنیت کې لیدل کېږي. د قدرت د جزیرو، شخصي ټوپکیانو، سمتي او قومي جوړښتونو، خيالي ګوندونو او حرکتونو شتون ختم شوی، هر څوک له کندهاره تر مزار، له هرات تر بدخشانه ډاډه سفر کولای شي، چې د شا کلن جمهوري رژیم له ناامنۍ او ګډوډۍ سره بې ساری او روښانه توپير لري.

    له هېواده بهر مېشت مخالفین چې اوس مهال د دښمن له ټربيونونو پروپاګند خپروي، د ملت په منځ کې بې‌ اعتباره شوي دي. ولس په خپلو سترګو ولیدل چې دغو څېرو د خپل اقتدار پر مهال د خلکو د سوکالۍ پر ځای یوازې د خپلو جیبونو او شخصي ګټو پاللو ته لومړیتوب ورکړی و. نن له بهر څخه د هغوی ډرامې او غولوونکې نعرې کاملاً بې‌ اغېزه دي، ځکه ملت نور د هغوی په بې‌ بنیاده سیاسي لوبو نه غولېږي.

    له بلې خوا، د اسد ۲۴مې افغانانو ته د خپلو مادي او طبیعي شتمنیو کامل اختیار او مالکیت ور وبښی. اوس زموږ ټولې سترې پروژې د بهرنیانو له لاسوهنو خلاصې شوې او د افغاني متخصصینو په هڅو مدیریت کېږي. د هېواد شتمني بېرته د خاورې خپلو رښتینو او واقعي مالکینو ته سپارل شوې ده، ترڅو د هېوادوالو د هوساینې لپاره وکارول شي.

    دا پنځه کلن نوی مزل که څه هم له بندیزونو او اقتصادي خنډونو سره مل و، خو ویاړ یې په دې کې دی چې واک، هوډ او تصميم د بهرنيانو پر ځای د افغانانو په خپلو لاسونو کې دی. د اسد ۲۴مې موږ ته له اشغاله خلاصون راکړ او تحفه یې يو خپلواک اسلامي نظام دی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهمولوي احمدالله وثیق: د آزادۍ ورځ د افغان ولس د قربانیو او دیني مقدساتو د ساتنې پیغام لري
    راتلونکي مقاله د افغان حکومت د مخالفينو پنځه کلن بهير او د ناکامۍ علتونه

    مربوطه لیکنې

    د تبلیغاتي جبهو د چوپتیا ارزونه؛ ماته که ستراتیژي؟

    25 سپتمبر 2026

    د امنیت د اخلال لپاره د آزادۍ جبهې منطق؛ د سرتاسري امنیت تر شا واقعیتونه

    21 سپتمبر 2026

    د مخالفینو د مشرانو آنلاین ناستې؛ تش ګواښونه او د واقعیتونو په بدلولو کې ناتواني

    20 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 25 سپتمبر 2026

    د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي: پاکستان کې نیول شوي مخدره مواد افغانستان پورې تړل بې‌بنسټه او سیاسي ادعا ده، اصلي سرچینه دې پاکستان کې ولټول شي او د نورو د تبلیغاتي وسیلې په توګه دې ترې کار نه اخلي

    د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ایکس‌پاڼه اسلام اباد کې د امریکا…

    نتنیاهو په ملګرو ملتونو کې تر بل هر وخت زیات منزوي شوی

    25 سپتمبر 2026

    د تبلیغاتي جبهو د چوپتیا ارزونه؛ ماته که ستراتیژي؟

    25 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي: پاکستان کې نیول شوي مخدره مواد افغانستان پورې تړل بې‌بنسټه او سیاسي ادعا ده، اصلي سرچینه دې پاکستان کې ولټول شي او د نورو د تبلیغاتي وسیلې په توګه دې ترې کار نه اخلي

    25 سپتمبر 2026

    نتنیاهو په ملګرو ملتونو کې تر بل هر وخت زیات منزوي شوی

    25 سپتمبر 2026

    د تبلیغاتي جبهو د چوپتیا ارزونه؛ ماته که ستراتیژي؟

    25 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،194 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،260 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.