مقدمه
په جګړو او شخړو ځپلو هېوادونو کې د کورنیو جریانونو او بهرنیو قدرتونو ترمنځ نږدې اړیکه، پیوستون او تعامل ډېر کله د سیاسي او ستراتیژیکو موخو لپاره یوه عادي چاره ګرځېدلې وې، خو په افغانستان کې دغه چارې په بېلابېلو ځانګړو وختونو کې هېواد ته له بل هر څه ډېر زیان رسولی دی. په افغانستان کې نږدې پنځه لسیزې مسلسلې جګړې او استخباراتي رقابتونه تېر شوي، چې ډېری وسلوال او سیاسي حرکتونه، که په رنګینو نومونو او شعارونو رامنځته شوي هم وو، خو تر ډېره حده یې د بقاء، وسلو او لوژستیک لپاره پر بهرنیو پردیو منابعو اتکاء کړې، هغه اتکاء چې په افغانستان کې یې د پردیو ستراتیژیکو موخو تحقق ته لاره خلاصه کړې وه.
په پردیو پورې دا تړلتیا او هغوی ته التزام په ځینو وختونو کې د وسلو او مالي امکاناتو تر چوکاټ هم اوښتی، بڼه یې بدله شوې او د پالیسۍ جوړولو، سیاسي اجنډاوو او د هېواد دننه د علیا مصالحو د برخلیک په ټاکلو کې یې هم تحمیلي، تخریبوونکی او ژور رول لوبولی دی. له سیاسي او استخباراتي زاویې چې کله دا مسئله تحلیل کړو، نو ویلی شو چې کله یوه ډله خپل کورنی، اقتصادي او ولسي ملاتړ زیانمن وویني، نو هڅه کوي دا خلا د بهرنیو قدرتونو په ملاتړ او ژمنتیا ډکه کړي. د بهرني التزام دا بڼه ګڼ خطرونه زېږوي، ځکه په دغسې حالاتو کې تمویلوونکي هېوادونه او سازمانونه هېڅکله وړیا مرستې نه کوي، بلکې د خپلو جیوپولیټیکو موخو لپاره له کورنیو جګړه خوښو څېرو څخه د ابزارو او نیابتي لوبغاړو په توګه کار اخلي.
که د افغان – شوروي جګړې او له هغې وروسته لسیزو ته دقیق ځير شو، د مسعود کورنۍ او د هغه اړوند سیاسي او پوځي تحرکات د بهرنۍ اتکا په مرکز کې قرار لري، حتی تر اوسه یې لا هم دغه چاره روانه ساتلې ده. یاده موضوع څو پړاوونه لري او په ځانګړو وختونو کې یې بېلابېلې بڼې خپلې کړې دي. ځینو برخو ته یې په دې تحلیل کې ځغلنده کتنه کوو.
له پاکستان او سیمې سره د احمد شاه مسعود استخباراتي اړیکې
که د افغان – شوروي جګړې لومړنیو کلونو ته ور وګرځو، د هېواد داخلي وضعیت داسې بستر برابر کړی و چې سیمه ییز او نړیوال قدرتونه پکې خپلي جیوپولیټیکې سیالۍ پر مخ بوځي، ځکه د بهرني اشغال پر مهال خاورې بې مالکه شي، هر څوک د خپلو ګټو لپاره لاسوهنې کوي او غواړي خپلې موخې تحقق کړي. د افغان – شوروي جګړې پر مهال د جمعیت ګوند، په ځانګړې توګه د احمد شاه مسعود د نظار شورا لپاره د تمویل د جذب مرکزونه د پاکستان د پوځي رژیم تر کنټرول لاندې پېښور او نورو سیمو کې وو. په دې دوره کې د پاکستان استخباراتي اداره(آی ایس آی) او د امریکايي استخباراتو (سي آی اې) شبکه هغه برخلیک ټاکونکي آدرسونه وو چې د احمد شاه مسعود او ځینو نورو پلورل شویو څېرو د سیاسي او نظامي برخلیک په اړه پرېکړې پکې کېدې.
جمعیت ګوند او نظار شورا د هغې دورې له اغېزمنو ګوندونو څخه وو، چې د پاکستاني پوځي رژیم غېږ همېشه ورته پرانیستې وه، ځکه دغه حرکتونو د افغانستان پر هغه برخو ډېر نفوذ درلود چې هېواد ته د شوروي یرغلګرو د راتګ لارې پکې تېرې شوې وې. احمد شاه مسعود چې د نظار شورا بنسټ اېښودونکی و، له همدې ملاتړه بې برخې نه و. که څه هم د هغه ملاتړیو هڅه کوله د هغه تصویر مستقل وښيي، خو ډېر تاریخي اسناد، په ځانګړې توګه د پاکستان د هغې دورې د استخباراتي چارواکو، لکه: جنرال اختر عبدالرحمن او جنرال حمید ګل څرګندونې او اسناد ښیي، چې نظار شورا ته مالي، تخنیکي او تسلیحاتي مرستې مستقیمې او غیرمستقیمې رسول کېدلې.
د ۱۹۸۰مې لسیزې پر مهال له پاکستاني استخباراتو سره د مسعود اړیکې که څه هم ځینې وختونه د جیوپولیټیکو سیالیو له امله له کړکېچ سره مخ کېدې، خو د پاکستان له خوا د اکمالاتي مسیر قطع کېدل د مسعود د جبهې د موجودیت لپاره مرګونی ګواښ و. له همدې امله، په پېښور کې مېشتو لږ شمېر ځینو هغو قوماندانانو د خپل سیمه ییز نفوذ د ساتلو لپاره له پاکستاني جنرالانو او تسهیلوونکو سره دوامداره اړیکې ساتلې وې، چې د هغوی ستراتیژیکو موخو ته هم ژمن وو.
د افغان – شوروي جګړې په همدې دوره کې، بل مبهم او تاریخي بحث له شوروي یرغلګرو سره د سالنګ موقت ائتلافونه او پروټوکولونه دي. بېلابېل افغاني او بهرني سندونه، لکه: د شوروي قوماندانانو یاداښتونه او تحلیلي کتابونه تائیدوي چې د ۱۹۸۰مې لسیزې په منځ کې د سالنګ د لارې د خوندیتوب او د مسعود تر کنټرول لاندې ساحې د روسانو د بريدونو د تم کېدو پر سر څو ځله پروتوکولونه لاسلیک شول. که څه هم د مسعود پلویان دا پروتوکولونه نظامي او تکتیکي فرصتونه ارزوي، خو منتقدین او تحلیلګران بیا استدلال کوي چې له بهرني اشغالګر لوري سره د داسې تفاهمونو رامنځته کول، د سراسري مقاومت لوري ته سخت ضربه رسول و. د مسعود پروتوکولونو ثابته کړې چې د هغه ځینې شخصي اهداف د عمومي اهدافو ته اولویت درلوده.
د رباني په حکومت کې پاکستان ته د مسعود ژمنتیا
د شوروي اتحاد له ماتې او وتلو وروسته، همدا راز د ډاکټر نجیب الله د حکومت تر سقوط وروسته چې احزاب پر کابل واکمن شول، د ۱۹۹۲م کال د می پر ۲۸مه د رباني په مشرۍ یو حکومت رامنځته شو، چې له ګلبدین حکمتیار سره یې له ژورو اختلافاتو سره سره، احمد شاه مسعود د دفاع وزیر کړ؛ ورو ورو هېواد د پاکستان د مداخلې له امله د تنظیمي اختلاف په پایله کي د داخلي جګړې کوربه هم شو، هلته د پاکستان لاس د رباني د حکومت منځ ته رسېدلی و، نو ځکه خو یې اختلاف لویاوه او نه یې غوښتل چې نور نو افغانان بیرته ویران هېواد جوړ کړي او هر څه یې مستقل وي.
په ۹۰مه لسیزه کې له پاکستان سره د مسعود اړیکې نوې مرحلې ته داخلې شوې وې، ځکه دغه مهال نظار شورا تر نورو ډېره په واک کې وه. مسعود که استقلالیت درلودای، نو د دفاع وزیر په توګه یې مسؤلیت درلوده چې د ډاکټر نجیب د حکومت د وخت ټول پوځي تسلیحات د دفاع لپاره وساتي، خو نه یوازې چې ویې نه ساتل، بلکې د یو قوي پوځ د جوړولو اراده یې هم نه لرل او دا له دې امله چې پاکستان په افغانستان کې د قوي، منظم او مستقل پوځ له جوړولو سره مخالف و.
د «اردو و سیاست در سه دهه اخیر افغانستان» لیکوال په دې تړاو لیکلي: احمد شاه مسعود له ما غوښتنه وکړه چې د یوې منظمي اردو(پوځ) د جوړولو لپاره یو طرحه جوړه کړم. ما له څلورو نورو جنرالانو سره یو ځای طرحه جوړه او مسعود ته وړاندې کړه، په طرحه کې سل زره کسیزه اردو په نظر کې نیول شوې وه، درې قول اردو او مستقلي فرقې، هوايي او د توپچي دافع هوا ځواکونه په نظر کې نیول شوي وو. مسعود طرحه مطالعه کړه او ویې لیکل: تنظیمي فرقه، له دې وروسته یې ولیکل ډلګۍ ۷ تنه، بلوک ۲۱ تنه او ټولی ۶۴ تنه او ویې ویل، په دې توګه فرقې جوړې کړئ.
لیکوال وروسته لیکلي: ما یې مخالفت وکړ او ورته مې وویل، چې دا عملي نه ده. وروسته پوه شوم چې مسعود د نواز شریف د فشار له امله نه شوای کولای، چې د یوې منظمې اردو اساس کېږدي، ځکه چې نواز شریف د افغانستان د مخکینۍ اردو له منځه وړل د ځان لپاره لوی ویاړ ګاڼه. کله چې د ۱۹۹۳م کال د فبروري پر ۲۲مه د پاکستان صدر اعظم نواز شریف د پاکستان د پارلمان لخوا د استیضاح لپاره را وغوښتل شو، نواز شریف په ډېر ویاړ وویل: ما د افغانستان پیاوړې اردو ړنګه کړه، د دې پر ځای چې ما ته ډالۍ راکړئ، ما کور ته لېږئ، دا انصاف نه دی.
«د افغانستان د وسلوال پوځ تاریخ» کتاب لیکوال لیکلي: مسعود د ایران، سعودي، پاکستان او د تنظیمونو د مشرانو له اجازې پر ته کوم کار نه شوای کولای. د اطلاع رساني په نوم یو انټرنیټي ادرس له «طلای زرد» کتاب څخه یو سند خپور کړی و، په یاد سند کې هغه پروتوکول ته اشاره وه چې د برهان الدین رباني او د پاکستان لوی درستیز جنرال وحید ترمنځ د افغانستان د اردو د له منځه وړلو، پاکستان ته د افغانستان د پوځي تسلیحاتو او تجهیزاتو سپارلو او پاکستاني افسرانو ته د مستقیمې مداخلې د اجازې په هکله لاسلیک شوی و. مسعود هم هغه مهال د دفاع وزارت یو لوړپوړی چارواکی و.
په ۱۳۷۱ کال کې چې کابل د مجاهدينو لاس ته ولوېد، نو هغه وخت د پاکستان د استخباراتي شبکې آی ايس آی مشر حميد ګل له احمد شاه مسعود څخه د څارګريزو اسنادو غوښتنه کوي، چې دغه خبر پاکستانۍ ورځپاڼې فرینټير پوسټ په ۱۹۹۲ کال کې را اخيستی، چې جنرال حميد ګل د خاد د استخباراتي اسنادو د ترلاسه کولو په موخه کابل ته سفرونه کړي دي، په دغه ورځپاڼه کې راغلي وو چې:«ګل د پاکستان په اړه د خاد مدارک راټولوي» او ورسره زياتوي چې «احمد شاه مسعود اسناد ګل ته ور وسپارل».
کله چې د طالبانو اسلامي تحریک خپل خوځښت پیل او د ولایاتو په نیولو پیل وکړ، احمد شاه مسعود د داخلي کړکېچ په ډېرولو کې بارز رول درلود. کله چې د طالبانو اسلامي تحریک کابل ونیو او د مسعود ملېشې له کابل پر شا شوې، له روسیې، تاجکستان، هند او ایران سره هم د مسعود اړیکې بیا تازه شوې، له هغه یې نظامي، لوژستیکي او استخباراتي ملاتړ وکړ او د جګړې د پراخولو لپاره یې اکمالات ورکول. دغه کار افغانستان د بهرنیو نیابتي سیالیو تر ټولو ګرم مرکز جوړ کړ، چې متأسفانه ویرانۍ او تأثیرات یې تر نن ورځې لا هم په هېواد کې لیدل کېږي.
له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱م پورې د مسعود کورنۍ او د پاکستان اړیکې
پر افغانستان د امریکا اشغال ته د زمینې برابرولو په برخه کې نظار شورا مهم مأموریتونه لرل، چې هم یې له امریکایانو سره اوږه په اوږه د نظامي تقابل او هم یې د استخباراتي معلوماتو په برخه کې له سي آی اې سره د اسلامي امارت د لومړنۍ واکمنۍ په سقوط کې مهم مأموریتونه پر مخ وړل. نظار شورا چې له وړاندې یې لا آی ایس آی سره ښې اړیکې لرلې، د دغه استخباراتي سازمان له نفوذ او احساناتو نه وه خلاصه. په افغانستان کې چې د امریکايي اشغال له پیل سره سم مؤقت حکومت رامنځته شو، حامد کرزی د سمبولیک مشر، خو د نظار شورا غړي د اصلي موقفونو او کلیدي وزارتونو په رأس کې منصوب شول.
دې کار د مسعود کورنۍ ته فرصتونه رامنځته کړل، چې د پاکستان په شمول، ایران، روسیې، تاجکستان او ځینو نورو هېوادونو سره له اړیکو په استفاده، یو ځل بیا افغانستان د یادو هېوادونو د استخباراتي سازمانونو د پټو مأموریتونو کوربه وګرځوي او د نظار شورا له پخواني چوکاټ په استفاده د پاکستان ستراتیژیکو موخو ته کار وکړي. د امریکا په شل کلن پوځي یرغل کې که څه هم لوېدیځ د سیمې د هېوادونو نفوذ ته ډېره مخه نه ورکول، خو دا چې د افغانستان د وخت د واکمنانو اړیکو او استخباراتي تړلتیاوو لسیزې سابقه درلوده، یو شمېر موخې یې ترلاسه کولې، په ځانګړې توګه د مسعود کورنۍ په دې برخه کې ډېر کار کاوه.
د پرځېدلي جمهوریت پر مهال د واک دعوه دارانو، د مسعود کورنۍ او د هغه ملګرو که څه هم د پاکستان په ضد دریځ نیوه، خو واقعیت دا دی چې هماغه دریځونه، شعارونه او خبرې یې یوازې د واک د بقاء او په خپله ګټه د ولسي ذهنیت د ساتلو لپاره وې. د مسعود کورنۍ او د مسعود ملګري په دې برخه کې ډېر فعال وو، خو پر بل سر به یې د پاکستان له سفارته هدایات اخیستل، پټې او ښکاره لیدنې یې کولې او حتی برعکس یې په ځینو حالاتو کې د پاکستان په ګټه روایتونه جوړول.
د پاکستان په ګټه روایتونو جوړولو او د افغانستان په مسایلو کې په لوی لاس برخمن کولو لپاره یې هغه مهال چې د پرځېدلي جمهوریت له خوا تش په نوم د سولې خیالي پروسه پیل شوه، د مسعود کورنۍ یې هم برخمنه وه؛ هغه مهال احمد ولي مسعود او په دې پروسه کې نورو دخیلو سیاسیونو حتی پاکستان ته د سفرونو پر مهال دا غږ اوچتاوه چې د افغانستان په مسئله کې یوازې افغانان نه، بلکې نور هېوادونه هم ښکېل دي(چې اشاره یې پاکستان ته وه)، باید چې افغان حکومت د دغو هېوادونو خولې ته هم وګوري او د سولې په پروسه کې برخه ورکړي.
دا لا څه، چې پاکستان سره د معسود د کورنۍ اړیکې او وفاداري هغه مهال افشا شوه، چې پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د ۲۰۲۱م کال تر نیمايي وړاندې راپور ورکړی و، چې احمد ولي مسعود پاکستان ته د خپل سفر پر مهال له لومړي وزیر(عمران خان) څخه غوښتي وو، چې په اسلام آباد کې یو جاده د احمد شاه مسعود په نوم کړي، لومړي وزیر ورسره منلې او ورته ویلي وو، چې دا غوښتنه به وارزوي. د ورځپاڼې په خبره، دا غوښتنه د بهرنیو چارو وزارت له خوا تر مشورو لاندې وه.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


