د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، تېره یوه ورځ کې له تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا څخه ۲۲۹ کورنۍ، چې ۱۰۶۵ تنه کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د کمېسیون د ورځني راپور له مخې، په همدې ورځ ۲۴۱ کورنۍ، چې ۱۲۸۶ تنه کېږي، خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې دي.
همدارنګه له ۲۵۲ کورنیو سره ۲ میلیونه او ۲۴۴ زره افغانۍ مالي مرسته شوې او راستنېدونکو ته روغتیايي او نور اړین خدمات وړاندې شوي دي.
د راپور له مخې، ۱۴۵ سیمکارتونه هم له فعالو بستو سره وېشل شوي دي.


