رویټرز خبر ورکړی، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره له ایران سره د خبرو اترو د دوام غوښتنه کړې ده.
اردوغان ویلي، ترکیه د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د سولهییز حل او د سولې د هڅو ملاتړ ته چمتو ده.
د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، اردوغان له ټرمپ سره د ایران او غزې پر جګړو هم خبرې کړې او ټینګار یې کړی، چې اسرائیل په داسې مهال پر فلسطینیانو بریدونه کوي، چې د غزې د سولې طرحې دویم پړاو باید عملي شي.
بلخوا، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له ایراني سیال عباس عراقچي سره د هرمز تنګي د پرانیستلو او د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند د دوام په اړه خبرې کړې دي.


