د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد ریاست رئیس مولوي احمدالله وثیق، په کابل کې د هند له شارژدافیر یتین پټیل سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورزشي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت استازو هم حضور درلود، دواړو لورو د ورزش په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي او هوکړه یې کړې، چې د ورزشي اړیکو د لا پراخېدو لپاره به ګډې هڅې دوام ولري.
دغه لیدنه په داسې مهال ترسره کېږي، چې د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جې شنکر څه موده وړاندې ویلي وو، چې هېواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا هڅه کوي.


