د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال وايي، د هند او افغانستان اړیکې اوږده مخینه لري او په ځانګړې توګه د تېر یوه کال پر مهال د دواړو لورو ترمنځ تعاملات زیات شوي دي.
جیسوال په یوه خبري ناسته کې ویلي، په دې موده کې د افغان حکومت یو شمېر چارواکو هند ته سفرونه کړي او نوي ډیلي هم له کابل سره خپلو تعاملاتو ته دوام ورکړی دی.
د نوموړي په وینا، هند د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې په کابل کې د خپل تخنیکي استازولۍ کچه سفارت ته لوړه کړه او د دغه استازولۍ مشر یې د شارژدافیر په توګه وټاکه.


