د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وویل، افغانستان خپله خپلواکي په اسانۍ نه ده ترلاسه کړې او باید له هغو تېرو تجربو او ماتو څخه درس واخیستل شي چې بهرنیو هېوادونو په افغانستان کې له ځان سره لرلې دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د هېواد د خپلواکۍ د ساتنې لپاره باید له سیاسي او اقتصادي وابستګیو ډډه وشي، عصري زدهکړو ته زمینه برابره او له نوې ټکنالوژۍ څخه اغېزمنه ګټه واخیستل شي.
ملا برادر اخوند له مخالفینو او د امنیت له اخلالوونکو هم غوښتي چې له کورنیو جګړو څخه لاس واخلي او د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره له نظام سره همکاري وکړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړې، چې په هېواد کې د لویو اقتصادي پروژو د پلي کېدو ترڅنګ، د پراختیايي او اقتصادي پروژو د زیاتولو لپاره هڅې هم روانې دي.


