تسنیم خبري اژانس د امریکا د خزانې وزارت د اعلان له مخې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد عمومي دولتي پور د لومړي ځل لپاره له ۴۰ ټریلیون ډالرو اوښتی، چې د امریکا د مخ پر زیاتېدونکو مالي فشارونو په اړه جدي اندېښنې راولاړوي.
د راپور له مخې، د امریکا دولتي پور د ۲۰۱۷ کال له پیل راهیسې نږدې دوه برابره شوی او حکومت د خپلو عوایدو او لګښتونو ترمنځ د دوامدارې تشې د پوره کولو لپاره په پراخه کچه پور اخلي.
د امریکا د مالي وضعیت بله مهمه ستونزه د پورونو د سود لوړ لګښت دی، چې واشنګټن هر کال شاوخوا یو ټریلیون ډالر یا تر دې ډېر یوازې د پخوانیو پورونو د سود په توګه ورکوي.
اقتصادي شننې ښيي چې د سود د ورکړې د لګښتونو زیاتوالی د امریکا د حکومت پر بودیجه لا زیات فشار اچوي، ځکه د دولت د عوایدو لویه برخه د پخوانیو پورونو د تصفیې پر ځای د سود ورکولو ته ځانګړې کېږي.
د ۴۰ ټریلیون ډالرو پور معنا دا نه ده چې امریکا سمدستي له افلاس سره مخ ده، خو د پور پرلهپسې زیاتوالی او د سود دروند بار د دغه هېواد د اوږدمهاله اقتصادي ثبات لپاره یوه له مهمو ننګونو څخه بلل کېږي.


