د اسرائیلي «کان» شبکې راپور ورکړی، چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د راتلونکو ټاکنو په درشل کې د خپل سیاسي راتلونکي او د خپل ګوند د رایهورکوونکو د ملاتړ له کمېدو اندېښمن شوی دی.
د راپور له مخې، نتانیاهو له خپلو نږدې کسانو سره په شخصي ناستو کې د خپل ګوند د انتخاباتي ملاتړ د پام وړ کمېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي: «موږ ۱۰ څوکۍ له لاسه ورکړې دي.»
د «کان» شبکې په وینا، په وروستیو نظرپوښتنو کې د نتانیاهو د وضعیت د خرابېدو نښې لیدل کېږي، چې له امله یې نوموړی د راتلونکو ټاکنو د پایلو په اړه جدي اندېښنه لري.


