د رویټرز په یوه راپور کې ویل شوي، چې له ایران سره شپږ میاشتنۍ جګړه د امریکا لپاره له پام وړ سیاسي، اقتصادي او پوځي پایلو سره مل شوې ده.
د راپور له مخې، ایران له جګړې وروسته هم تسلیم شوی نه دی، د هرمز تنګي کې د بېړیو تګ راتګ له خنډونو سره مخ دی او جګړې د نړۍ د انرژۍ بازارونه تر فشار لاندې راوستي دي.
رویټرز زیاتوي چې جګړې د امریکا دننه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر محبوبیت هم منفي اغېز کړی او د تېلو د بیو لوړوالي د ژوند د لګښتونو په اړه فشارونه زیات کړي دي.
په ورته مهال، د امریکا پوځي وړتیاوې هم د اوږدې جګړې له امله تر فشار لاندې راغلي، د مهماتو او دفاعي سیستمونو مصرف زیات شوی او واشنګټن اړ شوی، چې د منځني ختیځ لپاره له نورو سیمو څخه پوځي تجهیزات او ځواکونه انتقال کړي.
رویټرز وايي، هغه جګړه چې د امریکا له لوري د لنډمهالې جګړې په توګه مطرح شوې وه، تر شپږو میاشتو وروسته په یوه اوږده او له لوړو سیاسي، اقتصادي او پوځي لګښتونو سره په تړلې جګړه بدله شوې ده.


