د افغان حکومت د بیا واکمنېدو له پنځو کلونو وروسته هغه تش په نوم جبهې او جریانونه چې تر مقاومت، آزادۍ او بېلابېلو نومونو لاندې راڅرګند شول؛ د خپلو دروغجنو دعوو په اساس، د بدیل په توګه نه بلکې د مایوسۍ، ماتې، خپل منځي شخړو او پرديتوب په بې نظمه جوړښتونو بدل شوي دي. د تش په نوم آزادۍ جبهې د مشر یاسین ضیاء یوه وینا خپره شوې، چې پکې د افغان حکومت له نورو مخالفو ډلو سره د شفافې همکارۍ، د واک پر سر د جګړې نه کولو او د تېروتنو د نه تکرار خبره شوې ده. خو دا خبرې د واقعیت پر ځای د ناتوانۍ سند ښکاري، ځکه همدا ډلې کلونه کېږي چې د یووالي شعارونه ورکوي، خو په عمل کې یې یوازې اختلافات، غلامي، خپلو منځونو او ولس کې بدګماني خپرول او د شخصي نفوذ پر سر سره اړم شوي دي.
یاسین ضیاء وايي، چې مخالفې ډلې باید یو بل ته شفافې وي او د واک پر سر يو له بل سره اړم نه شي. خو دا خبره له داسې کسانو راوتلې، چې خپله لا د ګډې رهبرۍ، روښانه قوماندې او یو منسجم سیاسي مسیر رامنځ ته کولو وړتیا نه لري. د دوی ترمنځ اصلي شخړه د افغانستان د راتلونکي پر سر نه ده؛ بلکې د څوکۍ، نوم، د بهرنيانو له خوا د تمویل، رسنیز حضور او د اصلي استازي د لقب پر سر ده. هره ډله ځان تر بلې مهم ګڼي، هر مشر يې ځان د بدیل واحد محور بولي او هر جریان يې هڅه کوي د خپل ضعف پرده د بل په بدنامولو سره پټه کړي. دا نه مقاومت دی او نه سیاست، بلکې د ناکامو ډلو ترمنځ د سیاسي بې باورۍ او ګډوډۍ دوام دی.
دغه جبهات د مايوسۍ په سمندر کې لاهو شوي. دوی د جګړې په ډګر کې هغه نتیجه ترلاسه نه کړه، چې شعار یې ورکاوه او د سیاست په میدان کې یې هم ولس ته هېڅ د باور وړ بدیل وړاندې نه کړ. نه یې افغان حکومت کمزوری کړ، نه یې ولس را جلب کړ او نه یې هم د راتلونکي لپاره داسې طرحه جوړه کړه، چې خلک پرې باور وکړي. نتیجه دا شوه چې له هرې نوې اعلامیې سره د دوی د کمزورۍ لا پیاوړې شوې. هغه څوک چې د نظام د بدلون دعوه کوي، خو حتی د بدیل جوړولو توان لا نه لري، په اصل کې د سیاسي شکست له درده رنځ وړي.
د دې ډلو ترمنځ اختلاف یوازې عادي اختلاف نه دی، دا د دوی د هویت برخه ګرځېدلې ده. د یوې ډلې مشر د بلې ډلې مشر نه مني، بله ډله د لومړۍ ډلې د نمایندګۍ حق تر پوښتنې لاندې راولي او درېیمه ډله بیا له دواړو ځان بېل او اصلي ګڼي. په داسې حالت کې د ډلو له خوا د درېدو توان هيڅ شونی نه دی، ځکه کله چې ټول په خپل منځ کې له اعتماده بې برخې وي، نو د دوی ترمنځ د یووالي خبره یوازې تش تبلیغاتي شعار پاتې کېږي. د دوی ترمنځ اختلافات له سیاسي لیدلوري نه، بلکې له شخصي عقدو، مالي مسایلو، تعصب، پرديو ته د غلامۍ او د افغان ولس د دښمنانو د ملاتړ د راجلبولو له سیالۍ څخه تغذیه کېږي.
دا اختلافات د یو بل د ملامتۍ پر مهال هم راڅرګندېږي. کله چې کومه ډله ناکامه شي، پړه يې د بلې ډلې پر غاړه اچوي؛ کله چې کومه هڅه بې نتیجې شي، د خاينانو خبرې راپورته کوي او کله چې یې بې باوري ښکاره شي، نو بیا د تبلیغاتي جګړې او د دروغو شعارونه خپروي. خو افغان ولس ډېر ښه پوهېږي، چې ستونزه خپله د دغو خیالي ډلو په جوړښت کې ده. هغه ډلې چې دننه یې هر غړی يو له بل سره تعصب لري او د دوی هر یو له بدنامه څېرو څخه وي، نو څنګه به د هېواد د سياسي بدلون دعوه وکړي؟
تر دې ټولو لا مهمه خبره دا ده، چې دغه جبهات خپله سیاسي بقاء له پاکستان او نورو بهرنيو لورو سره په نږدې اړیکو(غلامۍ) کې لټوي. خو دا تورې اړيکې د تماس او ډیپلوماسۍ په نوم نه شي سپینولای، ځکه د یو هېواد د برخلیک په اړه د بل هېواد په دروازو کې ناستې، پټې معاملې او د نفوذ غوښتنې د واقعي مبارزې نښه نه ده، بلکې د پردي تابعیت، غلامۍ، د وطن د ليلام او سیاسي ضعف څرګندونه ده. دغه جریانونه د خپل ولس له باور او ملاتړه محروم دي، نو ځکه خو د پردیو د ستراتیژیکو محاسبو پر مېز خپل راتلونکی لټوي.
له پاکستان سره د دغو ډلو اړیکه یوازې سیاسي نه ده، بلکې اخلاقي او تاریخي ستونزه هم لري. یو رژیم چې د افغانستان د ثبات پر ځای یې تل د نفوذ، فشار او مداخلې پر لارو فکر کړی، څنګه د افغانستان د ځینو مخالفو ډلو لپاره د اطمینان ځای ګرځي؟ دا پوښتنه خپله د مخالفینو پر شعارونو یو لوی تور دی. که یوه ډله د افغانستان د آزادۍ دعوه کوي، خو د خپل ځای د پیدا کولو لپاره د پاکستان یا نورو بهرنیو سازمانونو رضایت ته اړتیا لري، نو دا ډله نه هېواد ته وفاداره ده او نه هم ولس ته. دا د پردۍ ارادې تابع او د بهرني ملاتړ محتاج اجیران دي.
بهرنۍ اړیکې یوازې د سیاسي تماس مسئله نه ده، دا د اعتماد مسئله هم ده. ولس پر هغه جریان څنګه باور وکړي چې د خپلې خاورې د برخلیک پر سر د ګاونډيانو له محاسبې سره نښتي وي؟ دا ډول تکیه د مبارزې روحیه نه، بلکې د سیاسي غلامۍ ذهنيت څرګندوي. د افغانستان په تاریخ کې هغو ډلو تل د خلکو له سترګو لوېدلي چې د خپل ولس پر ځای یې د بهرنیو تمو او قوماندې تر سیوري لاندې ژوند غوره کړی دی.
د ولسي مشروعیت او اوسني حکومت دریځ په مقابل کې اوسنی حکومت د خپل اصلي قوت سرچینه له ولسي واقعیت او د قدرت له موجودې معادلې اخلي. د هېواد په ډېرو برخو کې د خلکو عادي ژوند، امنیتي ثبات، په هره برخه کې د هېواد پرمختګونه او د جګړې نه شتون هغه څه دي چې د حکومت موقعیت ته د واقعیت بڼه ورکوي. د مخالفو جبهاتو برعکس، دا حکومت د ولس له ورځني ژوند سره تړلی دی او د وطن دننه ولاړ دی، نه د پردیو په مېزونو کې.
همدا د اصل او بدل توپیر دی. حکومت له خپلې خاورې، خپل نظم او خپل واک سره قائم دی، خو مخالفین د پردیو پر ملاتړ، د بهرنیانو پر محاسبو او د خپل منځي بې باورۍ ولاړ دي. د دغو مخالفینو اصلي ستونزه یوازې د امکاناتو کمبودي نه ده، بلکې اصلي ستونزه یې مایوسي، خپل منځي اختلافات، بهرني تړاوونه او د ولسي باور نشتوالی دی. مخالفین د افغانستان د آزادۍ(!) ادعا کوي، خو پر بهرنیو استخباراتو یې د تکیې له امله دا ادعا دروغجنه ده.
په همدې اساس تر بېلابېلو نومونو لاندې دا ډلې په هيڅ صورت د افغانستان بدیل نه شي کېدای، بلکې د یو بل د بدنامولو، د بهرنیو تمو د پوره کولو، غلامۍ او د ناکامو روایتونو د بیا تکرار لوبغاړي دي. که د دوی عمل همداسې وي، تاریخ به یې د پرديپالۍ، مایوسۍ او داخلي انحطاط د بېلګو په توګه یادوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


