د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي آندري بلوسوف ویلي، د امریکا پوځي ستراتیژیستان په اروپا کې د اټومي وسلو د کارولو امکان په جدي توګه ارزوي.
بلوسوف خبرداری ورکړی، چې د روسیې د غیرستراتیژیکو اټومي وسلو په اړه د امریکا د معلوماتو راټولولو هڅې، د اروپا د امنیت لپاره لوی ګواښ رامنځته کولای شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د مسکو او واشنګټن ترمنځ کړکېچ د سړې جګړې له دورې راهیسې بېساري کچې ته رسېدلی دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم مخکې خبرداری ورکړی و، چې که امریکا په اروپا یا اسیا کې اټومي وسلې ځای پر ځای کړي، روسیه به ځواب ورکړي.


