وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی، چژ د امریکا د پوځ وزیر ډان ډریسکول د دفاع وزیر پیټ هېګست سره له څو میاشتو اختلافاتو او کړکېچونو وروسته له خپلې دندې استعفا کړې ده.
د راپورونو له مخې، د ډریسکول او هېګست ترمنځ اختلافونه د پوځ د راتلونکې تګلارې، د لوړپوړو پوځي چارواکو د ګوښه کېدو او د پوځ د عصري کولو له پروګرامونو سره تړاو درلود.
ډریسکول، چې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د پوځ د وزیر په توګه تایید شوی و، د ټرمپ د ادارې د پوځي تګلارو د پلي کولو او د پوځ د چمتووالي د پیاوړتیا په برخه کې فعالیت درلود. سپینې ماڼۍ هم د هغه د دندې پر مهال د ترسره شوو اقداماتو ستاینه کړې ده.
د نوموړي استعفا په داسې مهال کېږي، چې د امریکا په پوځي مشرتابه کې د لوړپوړو چارواکو د بدلونونو لړۍ روانه ده او د پوځ د مشرتابه پر جوړښت او تګلارو د دفاع وزارت دننه اختلافونه هم راپور شوي دي.


