د کابل والي ولایت رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد ولایت والي ملا امینالله عبید د سترې محکمې له نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل صیاد او مل پلاوي سره په کتنه کې د کابل ولایت پر امنیتي وضعیت، قضایي موضوعاتو او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، دا کتنه چې د امنیتي او قضایي چارو د لا ښه تنظیم، د اړوندو ادارو ترمنځ د ګډې همکارۍ او د شته موضوعاتو د اغېزمن تعقیب په اړه بحث پکې شوی، د کابل ولایت د استخباراتو رئیس او د کابل امنیه قومندان هم په کې ګډون کړی و.
د غونډې ګډونوالو د امنیتي او قضایي چارو د لا ښه مدیریت او د ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی.


